الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د څارویو ذبح کولو د یو شمېر غیر معیاري ځایونو فعالیتونه وځنډول شول

29 جوزا 1404

15366.jpg (1820 × 1024)

له کابل ښاروالۍ، کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ، عامې روغتیا، او د کورنیو چارو وزارتونو، د مسلخ امارتي شرکت، د چاپېریال ساتنې ملي ادارې او د کابل امنیه قوماندانۍ له استازو څخه جوړ شوي کمیسیون د چاپېریال له ککړتیا څخه د مخنیوي په موخه، د ښار په کچه د څارویو د ذبح کولو له یو شمېر ځایونو څخه څارنه وکړه. د کابل ښاروالۍ د مارکېټونو د تنظیم ریاست مرستیال عصمت الله انصار په دې اړه وویل: دغه کمیسیون د ریاست الوزرا مقام د حکم له مخې جوړ شوی، چې له دې وروسته به د ښار په کچه د څارویو د ذبح کولو له غیر معیاري ځایونو او قصابیو څخه په دوامداره توګه څارنه کوي ترڅو د سرغړونو مخه ونیول شي. یاد کمیسیون د خپل فعالیت په لومړۍ ورځ د کمپنۍ په سیمه کې د څارویو ذبح کولو د یو شمېر غیر معیاري ځایونو فعالیتونه وځنډول او د اصلاحاتو تر راوستو پورې به بند وي. نوموړي همدا راز زیاته کړه چې، ښاریانو ته د آسانتیاوو رامنځته کولو، له بېلابېلو ناروغیو او د چاپېریال له ککړتیا څخه د مخنیوي په موخه، د هټیو مخې ته، په عمومي ځایونو او د هوټلونو په انګړ کې د څارویو ذبح کول په کلکه منع دي. ښاریان مکلف دي چې، د څارویو د ذبح کولو لپاره په کاریزمیر، ریشخور، ملکروریانو څلورلارې او کمپنۍ سیمو کې له شته معیاري ځایونو څخه ګټه پورته کړي. کابل ښاروالۍ په عمومي ځایونو کې د څارویو له ذبح کولو څخه د مخنيوي په موخه، په دوامداره توګه څارنې کوي