الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د یوې اونۍ په لړ کې د سوداګریزو او استوګنیزو ودانیو ۵۰ نقشې تائید او ویزه شوې دي

2 سرطان 1404

15376.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د نقشو د ویزه کولو د کمېټې تر ارزونې او اصلاح وروسته، د تېرې یوې اونۍ په لړ کې د استوګنیزو او سوداګریزو ودانیو (۵۰) نقشې ویزه او د پلي کېدو لپاره چمتو شوې دي. د کابل ښاروالۍ د ودانیز جواز د تحلیل او صادرولو د رئیس انجنیر محمد بشیر اماني په وینا؛ دغه نقشې له (۴) څخه تر (۱۵) پوړونو ودانیو جوړولو لپاره د ښاري معیارونو او ستندرد مطابق  طرحه او جوړې شوې دي. نوموړي څرګنده کړه چې، په ښار کې د هرډول تاسیساتو، لکه سوداګریزو او استوګنیزو ودانیو، د تیلو ټانکونو او جوماتونو د جوړولو لپاره د جواز اخیستل حتمي دي؛ د سرغړونې په صورت کې  به له سرغړونکو سره قانوني چلند وشي.  دغه راز ښاغلي اماني وویل چې، کابل ښاروالۍ د کابل ښار د ماستر پلان د پلي کېدو په برخه کې ژمنتیا لري او د ښار د اقتصادي ودې او د کاري فرصتونو د رامنځته کېدو په موخه، د هر ډول قانوني ودانیو له جوړولو ملاتړ کوي. نوموړي له ښاریانو غوښتنه وکړه چې، د ودانیز جواز د اخیستلو پړاونه دې د قوانینو او مقرراتو په پام کې نیولو سره، په ډېرې آسانۍ او لنډ وخت کې ترسره کړي. د هر ډول ستونزې د رامنځته کېدو پر مهال کولای شي د کابل ښاروالۍ د جوازونو د صادرولو او تحلیل ریاست ته مراجعه وکړي او د دې ریاست له خدماتي مشورو څخه دې برخمن شي