د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 70.40 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال د بېلابېلو ناحیو د اوسېدونکو له خوا وستایل شو

2 سرطان 1404

15393.jpg (1820 × 1024)

 کابل ښاروال مولوي عبدالرشید د هغه د ارزښتناکو خدمتوتو، غوره ښاري مدیریت او د پلانونو پلي کولو له امله د څلورمې، شپږمې او لسمې ناحیو د اوسیدونکو له خوا وستایل شو. په هغه ستاینغونډه کې چې له همدې امله جوړه شوې وه، د یادو ناحیو د اوسېدونکو استازو د کابل ښاروالۍ د کړنو دستایلو ترڅنګ، خپلې سیمه ییزې، ښاري او ټولنیزې ستونزې له کابل ښاروال سره شریکې کړې. کابل ښاروال د دوی د ستونزو او غوښتنو تر اورېدو وروسته وویل: کابل ښاروالۍ له خپلو شته امکاناتو او سرچینو څخه د ښاري خدمتونو د وضعیت د ښه والي او د ښاریانو اړتیاوو پوره کولو په برخه کې کار اخلي. نوموړي زیاته کړه: زموږ موخه ښاریانو ته د آرام او سوکاله ښاري چاپېریال رامنځته کول دي؛ د کابل ښاروالۍ پراختیایي پروژې د ښار په ټولو سیمو کې د متوازنې پراختیا د اصل پر بنسټ ډیزاین او پلي کیږي، او د خلکو مرسته د دغو پلانونو په پلي کولو کې مهم رول لري. دغه راز کابل ښاروال په خپلو خبرو کې ځان د کابل ښاریانو خادم یاد کړ او ویې ویل چې، د خلکو ملاتړ او هڅونه د آبادۍ او پرمختګ په برخه کې زموږ ارادې لا پیاوړې کوي او هڅه کوو چې، خپلو ښاریانو ته یو آباد، معیاري او منظم ښار جوړ کړو