الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

په اوومه ناحیه کې تنظیفي حشر ترسره شو

15406.jpg (1820 × 1024)

د چاپېریال د پاک والي او د ښاري کلتور د ودې په موخه، په اوومه ناحیه کې تنظیفي ترسره شو. د دې حشر په ترڅ کې چې، د کابل ښاروالۍ د مسئولینو،  د خصوصي تنظیفي شرکتونو او یو شمیر ښاریانو په ګډون تر سره شو، له کابل سیند څخه د کثافاتو یوه لویه برخه راټوله او له ښار څخه بهر ولیږدول شوه. د دې حشر ګډونوالو ټینګار وکړ چې، د چاپېریال پاکوالی یو دیني او ملي مکلفیت دی،  او له ټولو ښاریانو یې وغوښتل چې د ښاري سیمو، په ځانګړې توګه د کابل د سیند د پاکوالي په برخه کې له کابل ښاروالۍ سره مرسته وکړي. په یاد تنظیفي حشر کې، د اوومې ناحیې اداري مدیر محمد عمر حقاني، د کابل ښاروالۍ د خپرونو او عامه پوهاوي د برنامو مدیر محمود واحدي او د چاپېریال ساتنې ملي  ادارې د سیمه ییزې څارنې آمر مولوي عبدالامیر "مبارز" په وار خبرې وکړې او ویې ویل: د دې حشر د ترسره کولو موخه، د چاپېریال پاکوالي د اهمیت په اړه د پوهاوی لوړول، د همکارۍ روحیې پیاوړي کول او د ښاریانو لپاره د یوه سالم چاپېریال رامنځته کول دي. نوموړو  ټینګار وکړ چې، د ښار په پاک ساتلو کې د خلکو او چارواکو ترمنځ مرسته او همغږي، د خلکو له غوره دودونو څخه شمیرل کیږي. دغه راز دوی له ښاریانو څخه غوښتنه وکړه چې، د ښار اوچاپېریال په پاک ساتلو کې له نارنجي  اغوستونکو سره  مرسته وکړي