الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د ودانيز جواز ترلاسه کول، قانوني او خوندي پانګونې ته زمينه برابروي

3 سرطان 1404

15410.jpg (1820 × 1024)

کابل ښاروالۍ د ښاري ماستر پلان پلي کولو او په کابل ښار کې د قانوني او معیاري ودانیو د جوړولو ملاتړ ته ژمنه ده. کابل ښاروالۍ د ودانیزو نقشو د ویزه کولو ځانګړې کمیټې د ۱۴۰۴ هجري لمریز کال له پیل راهیسې د استوګنې او سوداګریزو ودانیو (۴۴۱) نقشې له بیاکتنې، اصلاح او ارزونې وروسته تأیید او ویزه کړې دي. د کابل ښاروالۍ د تحلیل او ودانیزو جوازونو د صادرولو رئیس انجنیر محمد بشیر "اماني" په وینا، دغه نقشې چې د ښاري نورمونو او معیارونو مطابق ډیزاین شوې دي، له (۱)څخه تر (۱۵) پوړونو پورې ودانۍ پکې شاملې دي. کابل ښاروالۍ د اقتصادي ودې، د کاري فرصتونو د رامنځته کولو او د ښاري نظم د ډاډمنولو په موخه، د ودانیو د قانوني او معیاري جوړولو ملاتړ کوي. دغه راز ډاډ ورکول کیږي، هغه ښاریان چې د ودانۍ د جوړولو اراده لري، د ښاري قوانینو او مقرراتو مطابق به په ممکنه کم وخت د ودانۍ جواز ترلاسه کولو پړاوونه ترسره کړي. د یادونې وړ ده چې، د استوګنې او سوداګریزو ودانیو، د تیلو ټانکونو او جوماتونو په ګډون د هر ډول تاسیساتو د جوړولو لپاره د رسمي جواز ترلاسه کول اړین دي، له دې پرته به له سرغړونکو سره قانوني چلند وشي