د کابل ښاروالۍ د چاپېریالي روغتیا او چاپېریال ساتنې ریاست له خوا په دې وروستیو کې د ښار له بازارونو څخه راټول شوي (۳۱۹۵۹) کیلو ګرامه بې کیفیته توکي چې، د مصرف نېټه یې هم پای ته رسېدلې وه، د ګمارل شوي پلاوي په حضور کې له منځه یوړل شول. د چاپېریالي روغتیا او چاپېریال ساتنې ریاست مرستیال مفتي فضل کریم احمد په دې اړه وویل: په دې توکو کې شېدي، ملايي، بیسکویت، غوړي، پنیر، د لوبیا او نخودو کنسرو، مټر، مرخیړي، د رومي بانجانو روب، چپس، پاپړ، د څښاک غیر الکولي او د مینځلو مواد شامل ؤ. نوموړي زیاته کړه چې، د ښاریانو د روغتیا د خوندي ساتلو په موخه، د کابل ښاروالۍ له خوا د ښار له بازارونو څخه څارنې روانې دي. ښاغلي احمد له ښاریانو وغوښتل چې، د اړتیا وړ توکو د پېرلو پرمهال د هغوی نېټه او کیفیت په پام کې ونیسي او پلورونکي دې هم د بې کیفیته توکو له پلورلو څخه په کلکه ډډه وکړي
نږدې ۳۲ ټنه تاریخ تيري او بې کیفیته توکي له منځه یوړل شول