الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د تنظیف ریاست د نویو اداري ودانیو د جوړولو چارې د بشپړېدو په حال کې دي

15468.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د تنظیف ریاست په انګړ کې د دوو اداري ودانیو د جوړولو چارې چې، څه موده وړاندې  پیل شوې وې، اوس مهال وروستي پړاو ته نږدې شوې دي. دغه دوه ودانۍ د تنظیف ریاست د کاري ظرفیت د ښه والي او د خدمتونو وړاندې کولو د کچې لوړولو په موخه ډیزاین شوې دي.  له دغو دوه ودانیو څخه چې یوه یې (۷۰۰) متر مربع پراخوالی لري، د کاري وسایلو د ساتنې په موخه، د (۲۴) خونو په پام کې نیولو سره په دوه پوړونو کې ډیزاین شوې ده او په دویمه ودانۍ کې چې، د (۸۰۰) متر مربع په مساحت سره په څلورو پوړونو کې ډیزاین شوې ده، د جامو د ګڼډلو خونه، پخلنځی، خوړنځای، روغتیايي کلنیک، اداري دفترونه، د غونډو خونه، دهلیزونه او تشنابونه په پام کې نیول شوي دي. د دې ودانیو په جوړېدو سره به د کابل ښاروالۍ د تنظیف ریاست کارکوونکو ته چې، شپه او ورځ د ښار د پاکوالي په برخه کې زیار ګالي،ګڼې آسانتیاوې رامنځته شي او ترڅنګ به یې ښاریان هم غوره خدمتونو ته لاس رسی ومومي