د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 3.30 ق-ظ
لمر راختل 4.43 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 7.15 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:56 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 70.01 افغانی
1 یورو 80.55 افغانی
1 درهم 18.82 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 242 افغانی
1 هندی 786.7 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د ودونو په هوټلونو کې د قانوني مسلخونو له غوښې څخه د ګټې اخیستنې له څرنګوالي څارنه وشوه

12 سرطان 1404

15478.jpg (1820 × 1024)

په ناقانونه توګه د څارویو له ذبح کولو او د غیر سالمې غوښې له کارولو  څخه د مخنیوي په موخه، د کابل ښاروالۍ، کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ، عامې روغتیا، کورنیو چارو وزارتونو، د مسلخ امارتي شرکت، د چاپېریال ساتنې ملي ادارې او د کابل امنیه قوماندانۍ له استازو څخه جوړ شوي ګډ کمیسیون په کابل ښار کې د ودونو له هوټلونو څخه څارنه وکړه او سرغړونکو ته یې اړینې سپارښتنې وکړې.  د کابل ښاروالۍ د چاپېریالي روغتیا او چاپېریال ساتنې ریاست مرستیال مفتي فضل کریم احمد په دې اړه وویل: د ودونو د هوټلونو فعالیت کوونکي مکلف دي چې، خپله د اړتیا وړ غوښه له قانوني او معیاري مسلخونو څخه ترلاسه کړي او د خپلو هوټلونو په انګړ کې د څارویو له ذبح کولو څخه په کلکه ډډه وکړي؛ ځکه د دوی دا کار د وخت په تېرېدو د بېلابېلو ناروغیو د خپرېدو او د چاپېریال د ککړتیا لامل ګرځي. نوموړي زیاته کړه چې، د ودونو په هوټلونو کې له غوښې څخه د ګټې اخیستنې له څرنګوالي څخه د یاد کمیسیون له لوري په دوامداره توګه څارنه کېږي. د چاپېریالي روغتیا او چاپېریال ساتنې مرستیال همدا راز وویل: ښاریانو ته د آسانتیاوو رامنځته کولو، د ناروغیو له خپرېدو او د چاپېریال له ککړتیا څخه د مخنیوي په موخه، د قصابیو مخې ته، په عمومي ځایونو او د هوټلونو په انګړ کې د څارویو ذبح کول په کلکه منع دي، ښاریان باید په کاریزمیر، ریشخور، د مکروریانو څلورلارې او کمپنۍ سیمو کې له شته قانوني او معیاري مسلخونو څخه د څارویو د ذبح کولو په برخه کې ګټه پورته کړي