الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

په وزیرمحمد اکبرخان سیمه کې د یوه سړک او کانال د جوړولو چارې روانې دي

14 سرطان 1404

15494.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ له خوا د سردار محمد داود خان روغتون مخې ته د سړک او د وزیرمحمد اکبرخان له سیمې څخه تر اجمیر کانال پورې د یوه نوي کانال د جوړولو چارې په دوامداره توګه روانې دي. له دې پروژې څخه موخه، د اورښتونو پرمهال سړکونو ته د اوبو راختلو د ستونزې هوارل او ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې د آسانتیاوو رامنځته کول دي. دغه راز په یاده سیمه کې سړک (۳۹۱) متره اوږدوالی او (۲۵ )متره سور لري چې، د لښتیو، ګلدانونو، پلیو لارو او نورو جزئیاتو په ګډون به په اساسي توګه جوړ شي.  دغه پروژه د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د انجنیرانو تر څارنې لاندې په ښه کیفیت د پلي کېدو په حال کې ده. د یادونې وړ ده چې، د اوبو لېږدولو نوی جوړیدونکی کانال (۲۷۰۰) متره اوږدوالی او (۱.۲) متره سور لري