د کابل ښاروالۍ په وړاندیز او د ریاست الوزرا د محترم مقام په منظورۍ، د کابل ښاروالۍ د ملکیتونو ریاست پخوانۍ رئیس مولوي نجیب الله زاهد د چاپېریالي روغتیا او چاپېریال ساتنې د نوي رئیس او د ملکیتونو پخوانۍ مرستیال مولوي عطاءالله د یوه بست په لوړوالي سره د کابل ښاروالۍ د ملکیتونو د نوي رئیس په توګه ټاکل شوي او د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د کابل ښاروالۍ مقام د دفتر رئیس مفتي عبدالقادر نعماني له خوا خپلو همکارانو ته ور وپېژندل شول. په هغه پېژندغونډه کې چې له همدې امله جوړه شوې وه، د کابل ښاروالۍ مقام د دفتر رئیس په خپلو خبرو کې د کابل ښاروالۍ د مشرتابه لارښونې بیان کړې او د اړوند ریاستونو په چارو کې یې په دقت او چټکتیا ټینګار وکړ. نوموړي وویل: د کابل ښاروالۍ مشرتابه هیله لري چې، سپارل شوي مسئولیتونه په پوره رښتینولۍ او ایماندارۍ ترسره شي ترڅو ستونزو ته په وخت رسېدنه وشي. ښاغلي نعماني وړاندې وویل: نوي ټاکل شوي مسئولین وړ او ژمن کسان دي چې، د پیاوړې روحیې، همغږۍ او صداقت له مخې به د چاپېریال ساتنې او د ملکیتونو په ریاستونو کې د سندونو د اداري پړاونو په ترسره کولو کې مثبتې کړنې ترسره کړي، ترڅو د ښاریانو رضایت لا ډېر ترلاسه شي
په کابل ښاروالۍ کې نوې ګمارنې ترسره شوې
14 سرطان 1404