د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 3.30 ق-ظ
لمر راختل 4.43 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 7.15 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:56 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68.80 افغانی
1 یورو 80.55 افغانی
1 درهم 18.82 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 242 افغانی
1 هندی 786.7 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل ښاروالۍ مشرتابه د خیرخانې کوتل سړک د دویمې برخې له قیرچارو څارنه وکړه

15 سرطان 1404

15516.jpg (1820 × 1024)

د خیرخانې کوتل سړک د دویمې برخې د دویمې لیکې قیر چارې تېره ورځ ناوخته د کابل ښاروال مولوي عبدالرشید تر څارنې لاندې پیل شوې. له کابل ښاروال سره په دې لیدنه کې د وادانیزو چارو مرستیال انجنیر عامر زمرک یاسر هم مل وو. کابل ښاروال څرګنده کړه  چې، د یاد سړک قیر چارې په لابراتوار کې د موادو تر ازمویښت وروسته ترسره کېږي، ځکه د سړک جوړونې په پروژو کې د کیفیت شتون د کابل ښاروالۍ د مشرتابه لپاره لومړیتوب دی. کابل ښاروال زیاته کړه چې، په هېڅ وجه باید کیفیت د سرعت قرباني نشي او د یادې پروژې چارې دې د تخنیکي اسنادو او ډیزاین له مخې په ټاکلي وخت ترسره شي. د خیرخانې کوتل دویمه برخه د کوتل له سر څخه تر بوستان سړک پورې ۲۵۲۰ متره اوږدوالی او ۶۰ متره سور لري چې، د یوه معیاري سړک ټول جزئیات په بر کې نیسي. ورته مهال د یاد سړک د پاتې خاورینې برخې په جوړولو هم کار روان دی ترڅو قیر چارو ته چمتو شي. هڅه کېږي چې، د سړک جوړونې د دې مهمې پروژې چارې د روان کال په بهیر کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.