د ۱۴۰۴ هجري لمریز کال د پراختیایي پلان د پلي کولو په اړه، د کابل ښاروال مولوي عبدالرشید په مشرۍ تعقیبي غونډه ترسره شوه. په دې غونډه کې چې، د کابل ښاروالۍ مرستیالانو او یو شمیر رئیسانو هم ګډون کړی ؤ، د روانو پروژو بشپړولو، د نویو پروژو د عملي چارو پیل، د تدارکاتي پړاونو ګړندي کولو، او د سړکونو او زیربنایي پروژو لپاره د تخنیکي سندونو چمتو کولو په اړه بحث او خبرې وشوې او لازم تصمیمونه ونیول شول. کابل ښاروال اړوند مسئولینو ته سپارښتنه وکړه چې، په پلان کې د شاملو سړکونو د جوړولو عملي چارې دې ژر تر ژره پیل کړي او د سړکونو د تدارکاتي او د ډیزاین په پړاونو کې دې چټکتیا په پام کې ونیسي. دغه راز نوموړي د یو شمیر ریاستونو د اړتیا وړ تجهیزاتو د تمویل او اړتیاو په پوره کولو هم ټینګار وکړ. په دې غونډه کې د کابل ښاروالۍ د پلان، پالیسۍ، څارنې او ارزونې رئیس محمد قاسم افغان هم خبرې وکړې او ویې ویل: د ۱۴۰۴هجري لمریز کال په پرمختیايي پلان کې د لومړیتوبونو پربنسټ د اصلي او فرعي سړکونو، کانالونو، پارکونو، پلونو او ښاري تشنابونو جوړولو او نورو ټولګټو پروژو ته ځای ورکړل شوی دی چې، د ځینو یې چارې پیل او د پاتې نورو به یې هم ډېر ژر پیل شي. ښاغلي افغان زیاته کړه، د کابل ښاروالۍ مشرتابه د ښاري خدمتونو د وضعیت دښه والي او د ښاریانو د رضایت کچې د لوړولو په موخه، د ۱۴۰۴ لمزیز کال پرمختیايي پلان په ربعواره توګه ارزوي
د ۱۴۰۴ هجري لمریز کال د پراختیایي پلان د پلي کولو دڅرنګوالي په اړه غونډه ترسره شوه
16 سرطان 1404