الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.80 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کارته نو سړک په اوږدو کې د ښاري نظم عملیاتي پلان پلی شو

17 سرطان 1404

15536.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د مارکېټونو د تنظیم ریاست او د اتمې ناحیې د مسئولینو له خوا د کارته نو سړک په اوږدو کې د ښاري نظم عملیاتي پلان پلی شو او یاد سړک له  ناقانونه تاسیساتو څخه پاک شو. د کابل ښاروالۍ د پرلپسې خبرتیاوو وروسته، د هټیو مخې ته ناقانونه رغونې، په پلیو لارو او زرغونو سیمو کې ناقانونه تاسیسات پاک شول او یو شمېر ښاري سرغړونو ته رسېدنه وشوه. د ښاري نظم د رامنځته کېدو او د قانون د حاکمیت په موخه، د یادې ناحیې په کچه ښاري نظم په دوامداره توګه څارل کېږي. دغه راز د کارته نو سړک په اوږدو کې سرغړونکو ته سپارښتنه وشوه چې، په خپلو ناقانونه فعالیتونو د لارو او سړکونو د بندېدو لامل نشي او همدا راز ګرځنده پلورونکو ته په کار ده چې، ښاري اصول په پام کې ونیسي او د ګڼه ګوڼې او ښاري ستونزو له رامنځته کولو څخه دې په کلکه ډډه وکړي. د یادونې وړ ده چې، سړکونه او پلې لارې عامه ملکیتونه دي او هېڅ حکمي او حقیقي شخص حق نه لري چې شخصي ګټه ترې پورته کړي