د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 3.30 ق-ظ
لمر راختل 4.43 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 7.15 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:56 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68.65 افغانی
1 یورو 80.55 افغانی
1 درهم 18.82 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 242 افغانی
1 هندی 786.7 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د ودونو په هوټلونو کې د تازه وطني میوو له ګټې اخیستنې څخه څارنه وشوه

17 سرطان 1404

15540.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د مارکېټونو د تنظیم ریاست تېره شپه په ښار کې د ودونو په یو شمېر هوټلونو کې له تازه وطني میوو څخه د ګټې اخیستنې څارنه وکړه. د مارکېټونو د تنظیم ریاست مرستیال انجنیر عصمت الله انصار له هوټل لرونکو څخه خپل رضایت څرګند کړ او ویې ویل: له نېکه مرغه د مخکنۍ خبرتیا په اساس اوس د ودونو په هوټلونو کې له تازه وطني میوو څخه ګټه اخیستل کېږي، چې دا کار نه یوازې له وطني تولیداتو څخه د ملاتړ څرګندونه کوي، بلکې د ملي اقتصاد د پیاوړتیا په برخه کې هم یو ګټور ګام دی. دغه راز نوموړي وویل، د څارنو په لړ کې یو شمېر هوټلونه چې، سرغړونه یې درلوده فعالیت یې وځنډول شو او هوټل لرونکو ته سپارښتنه وشوه چې، د بیا ځل سرغړونې په صورت کې به د لا سخت قانوني چلند سره مخ شي. د دغو څارنو په لړ کې یو شمېر هوټل لرونکو له دې کار څخه د هرکلي ترڅنګ ژمنه وکړه چې، د هېواد له بزګرانو او کرنیزو محصولاتو څخه د ملاتړ په موخه به له دې وروسته د خپل هېواد له تازه میوو څخه ګټه اخلي، ترڅو په هېواد کې د تازه میوو بازار ښه او د تولید کچه لا ډېره شي