الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

هره ورځ څه باندې ۱۵۰۰ مټریک ټنه کثافات راټول او لېږدول کېږي

21 سرطان 1404

 15575.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د تنظیف ریاست او د خصوصي تنظیفي شرکتونو له خوا هره ورځ له کابل ښار څخه  څه باندې (۱۵۰۰) متریک ټنه کثافات راټول او له ښار څخه د باندې د ګزک سیمې ته د خښولو په موخه لېږدول کېږي ترڅو د ښار پاکوالی او نظافت وساتل شي او ښاریان په سالم ښاري چاپېریال کې ژوند وکړي. ګزک سیمه کې د کابل ښار په سویل لوېدیځه برخه د خاک جبار په ولسوالۍ کې موقعیت لري؛ هغه ځای چې، څه باندې (۱۷) کاله وړاندې د جامدو کثافاتو د خښولو لپاره ټاکل شوې ده. په دې سیمه کې کثافات د روغتیایي اصولو په پام کې نیولو سره مدیریت او خښېږي. په دې په وروستیو کلونو کې یو شمېر هېوادوال په ناقانونه توګه ګزک سیمې ته نږدې استوګن شوي دي او د کثافاتو له ناوړه پایلو شکایت لري؛ د کابل ښاروالۍ د تنظیف ریاست هڅه کوي چې، دې سیمې ته نږدې کورونه د ناروغیو له خپرېدو څخه د مخنیوي په موخه دوا پاشي کړي. په تېرو وختونو کې، د کثافاتو د دفن لپاره په گزک کې سلګونه جریبه ځمکه ځانګړې شوې وه، خو د شاوخوا سیمو د غصب له امله اوس مهال یوازې په ۵۰۰ جریبه ځمکه کې کثافات دفن او مدیریت کېږي. کابل ښاروالۍ پلان لري چې، د خلکو د مرستې په جلبولو سره د کثافاتو لېږدولو چارې لا معیاري کړي او ترڅنګ یې له کثافاتو څخه د بیا ګټې اخیستنې او په انرژۍ یې د بدلولو په برخه کې کورنیو او نړیوالو شرکتونو ته د پانګونې زمینه برابره کړي. د تخنیکي څېړنو د ترسره کولو او د کثافاتو د مدیریت په برخه کې د معیاري سیستم رامنځته کول کولای شي چاپېریالي ستونزې کمې کړي او ورته مهال خصوصي سکټور او پانګوالو ته د چاپېریال ساتنې او د انرژۍ د تولید په برخه کې فرصتونه رامنځته کړي