د کابل ښار د اقتصادي بنسټیزو د پیاوړتیا په موخه، د کابل ښاروالۍ له خوا او د خصوصي سکتور په مرسته، د دویمې ناحیې اړوند دفروشګاه په سیمه کې د یو لوی سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې دوام لري چې ډیر ژر به بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. دغه مارکېټ په (۱۶۴۳) متر مربع ځمکه کې د دوو تهکویو په لرلو سره په (۹) پوړونو کې د جوړېدو په حال کې دی چې، دوه لاندني پوړونه یې د موټرو د پارکینګ او په پورتنیو پوړونو کې یې (۶۷۰) هټۍ په پام کې نیول شوې دي.. دغه راز په یاد مارکېټ کې د لمریزې او ښاري برښنا سربېره، د خوندیتوب مسایل، د اور وژني سیستم، جومات، د سپورټ او نندارتون لپاره ځانګړي ځایونه او د وتلو او ننوتلو دروازې هم په پام کې نیول شوې دي. د دې پروژې په بشپړیدو سره به له یوې خوا ښاریانو ته کاري بوختیاوې رامنځته شی او بل لوري ته د مارکېټونو جوړېدل د کابل ښار په اقتصادي وده کې ځانګړی اهمیت لري