الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د بګراميو پروژې په لویدیځ کې د کمري سیمې د سړک او کانال جوړولو چارې روانې دي

22 سرطان 1404

15590.jpg (1820 × 1024)

په کابل ښار کې د ترافیکي او ترانسپورتي زیربناوو د پراختیا او د سطحي اوبو د مدیریت په موخه د دوه ویشتمې ناحیې اړوند د بګراميو پروژې په لویدیځ کې  د کمري سیمې د سړک  او د اوبو یوه کانال د جوړولو چارې روانې دي.  دغه سړک چې، (۲۵۸۶) متره اوږدوالی، (۳۱، ۲۶ او ۶.۵ ) متره سور لري د بګرامیو د نساجۍ له سړک څخه پیل او د کمري تر کلي غځېږي.  په همدې توګه د  (۱۲۵۵) مترو په اوږدوالي او (۲) متره سور سره د اوبو د یوه لوی کانال جوړول هم د دې پروژې برخه دی. په دې پروژه کې د (۴.۴) مترو په اوږدوالي او (۳) متره سور سره د (۴۶) پلچکونو، د (۸۵) مترو په اوږدوالي، (۲.۷) متره لوړوالي، د (۱.۹) او (۲.۱) متره سور سره د استنادي دیوال، او همدارنګه د لښتیو، پلیولارو، ګلدانونو جوړول، د څراغونو نصبول، په سړک د کرښو اچول او د یو معیاري سړک نور جزئیات هم شامل دي. دا پروژه د کابل ښار په کچه یوه له مهمو پراختیايي پروژو څخه شمېرل کېږي چې، د کابل ښار د تراسپورتي او ترافیکي وضعیت د ښه والي په برخه کې به اغیزناک رول ولوبوي