الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د ښاري چاپېریال د پاک ساتلو په موخه، له ټوکرانو څخه جوړې شوې سلګونه کڅوړې وویشل شوې

22 سرطان 1404

 15598.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د خپرونو او عامه پوهاوي ریاست له خوا، له ټوکرانو څخه د جوړو شوېو کڅوړو څخه د ګټې اخیستنې د کلتور د دودولو په موخه، سلګونه کڅوړې په ښاریانو ووېشل شوې. له دې کار څخه موخه، د پلاستیکي کڅوړو د کارونې کچې راټېټول او پر ځای یې د یوه سالم بدیل دودول دي چې، دا کار به دوام ولري. د دغو کڅوړو د وېشلو په لړ کې ښاریانو ته د پلاستیک د زیانونو په اړه معلومات وړاندې شول او دوی ته ټینګار وشو چې، پلاستیک نه یوازې چاپېریال ککړوي، بلکې د انسانانو روغتیا ګواښي او د بېلابېلو ناروغیو د رامنځته کېدو لامل ګرځي. هغه کسانو چې، له ټوکرانو څخه یې جوړې شوې کڅوړې  ترلاسه کړې ژمنه وکړه چې، په راتلونکې به د پلاستیکي کڅوړو له کارولو څحه ډډه وکړي. کابل ښاروالۍ له ټولو ښاریانو غوښتنه کوي چې، د ټولنیز مسئولیت له مخې د چاپېریالي ککړتیا د کمښت او له چاپېریال څخه د ملاتړ په موخه پلاستیکي کڅوړې ونه کاروي او په خپل ورځني ژوند کې له ټوکر څخه جوړې شوېو کڅوړو استعمال کړي