د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو مرستیال مولوي محمد خالد سجستاني په داسې حال کې چې، د کابل والي ملا امین الله عبید او د کډوالو او بېرته راستانه شویو چارو وزارت مسلکي معین مولوي عبدالرحمن راشد یې ملتیا کوله د پلازمینې ترمینل په سیمه کې له ګاونډیو هېوادونو څخه د را ایستل شویو کډوالو له میشت غالي لیدنه وکړه او ژمنه یې وکړه چې، کابل ښاروالۍ به د دوی لومړنیو اړتیاوو ته د رسېدو په برخه کې اړین ګامونه پورته کړي. د دې لیدنې په ترڅ کې، د مهاجرینو ستونزې، ننګونې، وړاندیزونه او بنسټیزې اړتیاوې واورېدل شوې، او پلاوي د دوی د اوسېدو شرایطو، شتو امکاناتو او جدي نیمګړتیاوو په اړه مفصل معلومات تر لاسه کړل. همدارنګه ټینګار وشو چې د اړوندو ادارو ترمنځ همغږي دې زیاته شي څو موجود وضعیت ته ژر او مؤثر ځواب ورکړل شي. کابل ښاروالۍ به په خپل لومړني اقدام کې د میشت غالي په سیمه کې شګې واچوي ، سیار ښاري تشنابونه به جوړ کړي، په سیمه کې به کثافات دانۍ نصب کړي او د خیمو د تنظیم په برخه کې به عملي ګامونه پورته کړي. ښاغلي سجستاني د یادې لیدنې په ترڅ کې وویل: له ډېرو کلونو وروسته هېواد ته له بېرته را ستنېدونکو هېوادوالو سره مرسته کول د ټولو ملي او دیني دنده ده او له ملي پانګوالو او سوداګرو یې وغوښتل چې، د خیر په دې کار کې خپله ونډه او مسئولیت اداء کړي. نوموړي زیاته کړه چې، کابل ښاروالۍ د پلازمینې کابل د اوسېدونکو په همکارۍ چمتوالی لري چې، د ورورولۍ د روحیې له مخې په دې سختو شرایطو کې له کډوالو سره مرسته وکړي، ځکه په سختو شرایطو کې له اړمنو سره درېدل د کابل د اوسېدونکو او ټولو هېوادوالو د اصیل کلتور برخه ده