الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د کابل په شمال کې د پنجصد فامیلیو کانال د پاکولو چارې روانې دي

15609.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د تنظیف ریاست له خوا د ځمکې د سطحي اوبو د مدیریت او د اورښتونو پر مهال سړکونو ته د اوبو راختلو د مخنیوي په موخه، له سرای شمالي څخه د لب جر په سیمه کې د وزیر آباد تر کانال پورې د کانال پاکولو چارې روانې دي. د تنظیف ریاست د کانالونو آمر انجنیر نوید احمد شیرزاد په دې اړه وویل: د پلان له مخې د کابل په شمالي برخه کې د سړکونو په اوږدو کې د بندو کانالونو د پاکولو چارې په اساسي توګه روانې دي. نوموړي له ښاریانو وغوښتل چې، د کانالونو او لښتیو د پاک ساتلو په برخه کې مرسته وکړي څو د اورښتونو پر مهال سړکونو او نورو سیمو ته د اوبو د راختلو مخه ونیول شي. ښاغلي شیرزاد زیاته کړه: له بده مرغه د یو شمېر ښاریانو د بې پروايۍ له امله د ښار په بېلابېلو سیمو کې ځیني کانالونه او لښتي بند شوي، چې ښاري او چاپېریالي ستونزې یې رامنځته کړې دي. د کانالونو د پاکولو په موخه، د کثافاتو لېږدولو (۶) وسایط، (۲) سکواټورونه او د تنظیف ریاست (۱۷۰) تنه کارکوونکي ګمال شوي دي ترڅو (۱۵) زره متر مکعب کثافات او خټې راټولې او ویې لېږدوي