(هره ونه د سلګونو موجوداتو کور دی)
"آ ـ الکوزی"
ډېر خلک فکر کوي چې د ونو او بوټو ګټه یوازې په دې کې ده چې، هوا پاکوي، سیوری جوړوي او د لرګیو پرېمانه سرچینه ده. خو که نوې څېړنې وڅارو، نو د ونو ګټې تر دې څو چنده زیاتې او داسې دي چې انسان ورته حیران پاتې کېږي. نو د دغو ګټو په اړه تاسو درنو لوستونکو ته لږ څه معلومات په لاندې توګه شریکوم.
ونې او باران
وخت ناوخت موږ ګورو چې د ځنګلونو او شنو سیمو په شاوخوا کې بارانونه ډېر وریږي، دا ځکه چې د ونو پاڼې او ریښې له ځان سره اوبه ساتي او وروسته یې چاپېریال ته خوشې کوي چې، وروسته دغه خوشې شوې اوبه د وريځو د جوړېدو او باران لامل ګرځي. که چېرې ونې پرې شي، د باران اندازه کمیږي او د وچکالۍ ګواښ زیاتېږي.
د هوا پټ فلټرونه
وخت ناوخت د موټرونو او فابریکو لوګي هوا ککړوي، خو ونې داسې ځواک لري چې د دې ککړې هوا زهري مواد ځان ته جذب کړي او پاکه هوا بېرته خوشې کړي.
د ځینو ونو پاڼې د دوړو ذرې ځان ته جذبوي او د ناروغیو ګواښ کموي. ونې د اقلیم د بدلون پر وړاندې د پیاوړې دفاع په توګه عمل کوي.
ونې د ځینو موجوداتو خواړه دي
د ونو ریښې یوازې دا نه چې خاوره ټینګه وساتي، بلکې د ځمکې لاندې میلیونونه کوچني ژوندي موجودات لکه بکتریاوې او فنګسونه د ونو له امله د خوراک او سرپنا خاوندان کېږي. دا کوچني موجودات د خاورې د حاصلخېزۍ لپاره مهم رول لري، چې د کرنې او خوراکي توکو لپاره ډېره اړتیا ورته لرو.
د انسان د ذهني روغتیا درملنه
کله چې یو څوک سمسور سیمو ته ورځي یا د ځنګل په منځ کې ګرځي، د ونو پاڼې، د څانګو شور او د هوا خوشبويي یې ذهن ته داسې آرام ورکوي لکه د درملنې یوه ځانګړې طریقه. د څېړنو له مخې، د ونو په منځ کې وخت تېروونکي خلک هوسا، آرامه، او خوشاله وي. په سړکونو او کوڅو کې د ونو شتون د موټرچلونکو لپاره یو آرامه چاپېریال برابروي چې د خوندي موټرچلونې لامل کېږي.
په یوه نوې څېړنه کې چې، د امریکا د زړه ناروغیو د ډاکټرانو ټولنې له خوا په یوه مجله کې خپره شوې، ښودل شوې ده چې، په زرغونو سیمو کې ژوند کول د زړه د ناروغیو ګواښ کموي. د بدن سټریس، د زړه ضربان او د وینې فشار په کمولو کې مرسته کوي او په زرغونو او ځنګلي سیمو کې پلی تګ د وینې فشار ښکته کوي. د تودوخې کمول او د اقلیم ساتنه
د وخت په تېرېدو سره د ښارونو هوا تودیږي، ځکه چې هلته ونې کمې وي. ونې د لمر توده انرژي ځان ته جذبوي او چاپېریال سوړ ساتي. که ښارونو او کليو کې ډېرې ونې کېنول شي، نو د تودو څپو ګواښ هم کمېږي.
د اوبو زېرمه کول
د ونو ریښې د ځمکې تل کې اوبه زېرمه کوي. ریښې د اوبو یوه شبکه جوړوي او د دې لامل کېږي چې اوبه په ځمکه کې وساتل شي.
ونې د ژوندي موجوداتو کورونه
هره ونه د سلګونو الوتونکو، حیواناتو، حـشراتو او نـورو ژوندیو موجوداتو لپاره د کور حیثیت لري. که دا کورونه له منځه لاړ شي، نو د نړۍ د ګڼو ژویو ژوند هم له منځه ځي.
د ناروغیو مخنیوی
ځینې ونې او بوټي داسې ځانګړی ګازونه خوشې کوي، چې د انسان د بدن دفاعي سیستم پیاوړی کوي او د تنفسي ناروغیو ګواښ کموي.
د زلزلو او سېلابونو پر وړاندې دفاع
د غرونو په لمنو کې ونې د خاورې د ښـوېدو مخـه نیسـي او د سېلابونو زور کموي. پرته له ونو، ځمکه ډېره نازکه کېږي او د طبيعي پېښو لکه زلزلې پر وړاندې مقاومت نه شي کولای.
نو که چېرې موږ د ونو اهمیت ته پام ونه کړو، زموږ د ژوند چاپېریال ورځ په ورځ له منځه ځي. هره ونه د انسان او نورو ژویو د ژوند لپاره یوه خزانه ده. د دې لپاره چې خپل او د خپلو ماشومانو راتلونکی وژغورو، باید هر څوک لږ تر لږه کال کې یوه ونه کېنوي او د شته ونو ساتنه وکړي. هره ونه د سلگونو موجوداتو کور دی، راځئ ژمنه وکړو چې د خپلو ګټو لپاره د نورو موجوداتو کورونه ویجاړ نه کړو! لکه په یوه حدیث شریف کې راغلي دي:
ژباړه: “څوک چې پر خلکو رحم نه کوي، الله(ج) به پرې رحم ونه کړي. (بخاري او مسلم)