د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له خوا له ګاونډیو هېوادونو څخه د راستانه شویو کډوالو ستونزو ته د رسېدو په موخه، د پایتخت ترمینل په سیمه کې د کډوالو میشت غالي د هوارولو او جغل اچولو چارې پیل شوې. د کابل ښاروالۍ د ښاري زیربناوو ریاست مرستیال او د کابل ښاروالۍ استازي نیک محمد نوري په دې اړه وویل: دا میشت غالی د بېلابېلو ادارو او بنسټونو په مرسته د کډوالو د ځای پر ځای کېدو او دوی ته د خدمتونو وړاندې کولو په موخه تنظیم کېږي. په لومړي پړاو کې به د کابل ښاروالۍ له خوا په (۶) زره متر مربع سیمه کې جغل واچول شي او وروسته به کثافات دانۍ نصب او د سیارو ښاري تشنابونو د جوړولو او د خیمو د تنظیمولو په اړه اقدام وشي