د کابل ښاروالۍ اداري شورا غونډه د کابل ښاروال مولوي عبدالرشید په مشرۍ ترسره شوه. په دې غونډه کې چې، د یادې ادارې مرستیالانو او د مرکزي ادارو او ناحیو رئیسانو هم ګډون کړی ؤ، د ځینو سړکونو په اوږدو کې د ودانیو جوړولو د جواز صادرولو، په ګڼه ګوڼه لرونکو سیمو کې د ځمکې لاندې مارکیټونو جوړولو، د پرمختیایي پلانونو د پلي کولو د تګلارې جوړولو، له قراردادي شرکتونو سره د قرارداد د څرنګوالي، د ستونزو لرونکو ملکیتونو د تثبیت، د جوړیدو په حال کې ودانیو د حجم سنجولو څرنګوالي، استملاکي پړاوونو، د مشکوکو ملکیتونو لپاره د کرایې ټاکل، د تنظیف ریاست اړوند کثافت دانیو د بیا جوړولو او نورو ښاري مسایلو په اړه بحث وشو او لازم تصمیمونه ونیول شول. په غونډه کې کابل ښاروال ټینګار وکړ چې، مسئولین باید د ښاري مدیریت ټولو سکتورونو ته جدي پاملرنه وکړي، د ښاري پروژو له لارې دې کاري فرصتونه برابر کړي او له ښاري سرغړونو سره دې جدي چلند وکړي. نوموړي ډاډ څرګند کړ چې، د جوړو شویو پلانونو له مخې به د ښاریانو ستونزې په اساسي توګه هوارې شي، خو په دې برخه کې د ښاریانو مرسته هم اړینه ده ترڅو کابل ښار په یوه ښکلي او معیاري ښاربدل شي