الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د قلعه خاطر سیمې د چاپېریالي ککړتیا ستونزو ته رسېدنه شوې ده

 15657.jpg (1820 × 1024)

د ښاریانو له لوري د ترلاسه شویو شکایتونو پر بنسټ، د لسمې ناحیې د ۱۳م ګذر اړوند د قلعه خاطر په سیمه کې د څارویو د شتون له امله رامنځته شویو چاپېریالي  ستونزو ته رسېدنه وشوه. د لسمې ناحیې مسئولینو په دې اړه وویل: په تېرو کلونو کې یو شمېر کسانو په خپل سر د استوګنې په دې سیمه کې څاروي ساتل چې، له امله یې په سیمه کې کثافات غونډ شوي وو او چاپېریالي ککړتیا یې رامنځته کړې وه. کابل ښاروالۍ د ښاري نظم رامنځته کولو او د چاپېریالي ستونزو د مخنیوي په موخه، دغه سیمه په بشپړه توګه پاکه کړه او د یاد وضعیت له تکرار څخه د مخنیوي په موخه به اړین ګامونه پورته کړي