الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

په پنځلسمه ناحیه کې تنظیفي حشر ترسره شو

 15673.jpg (1820 × 1024)

د چاپېریال د پاک والي او د ښاري کلتور د ودې په موخه، په پنځلسمه ناحیه کې د کابل ښاروالۍ د مسئولینو، د تنظیفي خدمتونو د خصوصي شرکتونو او یو شمېر ښاریانو په ګډون تنظیفي حشر ترسره شو چې په پایله کې یې بند شوي لښتي پاک او یوه زیاته اندازه کثافات د یادې ناحیې له بېلابېلو سیمو څخه راټول او له ښار څخه بهر ولیږدول شول. د پنځلسمې ناحیې مرستیال مولوي سراج الدین په دې اړه وویل: د چاپېریال پاک ساتل زموږ ټولو دیني او ملي مسئولیت دی، او د ناحیې له ټولو اوسېدونکو یې وغوښتل چې، د ښاري سیمو په پاک ساتلو کې له کابل ښاروالۍ سره مرسته وکړي. دغه راز د دې حشر په ترڅ کې د کابل ښاروالۍ د خپرونو او عامه پوهاوي ریاست د عامه پوهاوي د برنامو مدیر محمود "واحدي" او یو شمېر نورو ویناوالو وویل چې، د دې حشر د ترسره کولو موخه، د پاک چاپېریال د اهمیت په اړه د پوهاوي د کچې لوړول، د همکارۍ د روحیې پیاوړې کول او د ښاریانو لپاره د یوه سالم چاپېریال رامنځته کول دي. همدارنګه دوی ټینګار وکړ چې، د ښار د پاکوالي په ساتلو کې د خلکو او مسئولینو ترمنځ همکاري، د ښاریانو یو غوره دود او مسئولیت ګڼل کیږي او د تنظیفي چارو په ترسره کولو کې یې له نارنجي اغوستونکو کارکوونکو سره د لا زیاتې مرستې غوښتنه وکړه.