الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د تېر یوه کال په اوږدو کې د کابل ښاروالۍ د فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه رسنیز کنفرانس ترسره شو

31 سرطان 1404

 15680.jpg (1820 × 1024)

ملت ته د حساب ورکونې په موخه، د کابل ښاروالۍ د مشرتابه له خوا د ۱۴۰۳ هجري لمریز کال د زمري میاشتې له پیل څخه د ۱۴۰۴ هجري لمریز کال د زمري تر میاشتې پورې د تېر یوه کال کړنې او لاسته راوړنې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه خبري کنفرانس په ترڅ کې له خلکو او رسنیو سره شریکې شوې. د کابل ښاروالۍ د ودانیزو چارو مرستیال انجنیر عامر زمرک یاسر په خپلو خبرو کې په عمومي توګه د کابل ښاروالۍ پر کړنو او فعالیتونه رڼا واچوله او ویې ویل: کابل ښاروالۍ د خپل پرمختیايي پلان پر بنسټ د کابل ښار په کچه د پراختیایي پلانونو له مخې لسګونه ټولګټې په ځانګړې توګه د سړک جوړونې پروژې پلې کړې دي، د ښاري خدمتونو وضعیت د پخوا په پرتله ښه شوی، د ښاري نظم په برخه کې حمایوي او تقويتي پلانونه پلي شوي او همدا راز د کابل ښار د اقتصادي او معیاري ودې په موخه، د لسګونو نورو پروژو چارې روانې دي. د نوموړي په وینا؛ اوس د کابل ښاروالۍ له کړنو د کابل ښاریانو او ټولو هېوادوالو د رضایت کچه لوړه شوې ده. ورپسې د کابل ښاروالۍ فرهنګي سلاکار او استازي نعمت الله بارکزي د تېر یوه کال د کړنو او لاسته راوړنو په اړه معلومات شریک کړل او ویې ویل: کابل ښاروالۍ د تېر یوه کال په لړ کې شاوخوا ۸۳ کیلو متره اصلي او فرعي سړکونه د قیر، کانکرېټ او  تېږو په کارولو سره جوړ کړي دي. د ټولګتو پروژو د پلي کولو په موخه، د استملاکي ملکیتونو مالکانو ته ۱.۷ میلیارده افغانۍ بدیل حقونه ورکړل شوي دي، د کابل ښاروالۍ له عوایدي سرچینو څخه نږدې ۷ میلیارده افغانۍ عواید راټول شوي دي، له ښار څخه ۴۵۵۷۷۲ مټریک ټنه کثافات راټول او له ښار څخه د باندې ټاکلي ځای ته لېږدول شوي. دغه راز ۹۵۸۵۱۸ نیالګي او زینتي بوټي د کابل ښار په کچه کېنول شوي او د سړکونو شبکې اصلاحي او زوننګ پلانونه جوړ او تائید شوي دي.

همدا راز د کابل ښاروالۍ د پلان، پالیسۍ، څارنې او ارزونې رئیس محمد قاسم افغان بیا د روان کال د پلان په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل: د ۱۴۰۴ هجري لمریز کال په پرمختیايي پلان کې د پراختیایي اصولو په پام کې نیولو سره د ښار په کچه ۲۵۸ پروژې پلان شوې دي چې، د ځینو یې کارونه روان دي او  پاتې نور یې د تدارکاتي او  ډیزاین په پړاوونو کې دي چې، ډېر ژر به یې چارې پیل شي. د نوموړي په وینا، په دې پلان کې د سړک جوړونې ۱۴۶ پروژو ته ځای ورکړل شوی دی، ځکه کابل ښاروالۍ ژمنتیا لري چې، په کابل ښار کې د ترانسپورتي او ترافیکي بنسټونو د پراختیا او د ګڼه ګوڼې د کمښت په برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړي. د یاد رسنیز کنفرانس په پای کې د کابل ښاروالۍ د مسئولینو له خوا د رسنیو پوښتنو ته معقول ځوابونه ورکړل شول او له ټولو کابل ښاریانو وغوښتل شول چې، د دې لویې خدماتي ادارې د پلانونو په پلي کولو کې مرسته وکړي