د ښاري کلتور د دودولو او د عامه پوهاوي د کچې لوړولو په موخه، د کابل ښاروالۍ د مسئولینو او د شپږمې ناحیې د اوسېدونکو په ګډون په یاده ناحیه کې تنظفي حشر ترسره شو چې، په پایله کې یې یوه زیاته اندازه کثافات راټول او له ښار څخه بهر ټاکلي ځای ته ولېږدول شول. د شپږمې ناحیې رئیس مولوي عبدالخالق بدر په دې اړه وویل: د ښار پاک ساتل یوازې د تنظیف ریاست د کارکوونکو دنده نه ده؛ بلکې په دې برخه کې ټول ښاریان ګډ مسئولیت لري. نوموړي د دې حشر موخه، د ښار د پاکوالي او نظافت ساتلو کلتور دودول، د ښاریانو لپاره د سالم چاپېریال رامنځته کول او د همکارۍ روحیې پیاوړتیا وبلله. ورته مهال د کابل ښاروالۍ د خپرونو او عامه پوهاوي ریاست د عامه پوهاوي د برنامو مدیر محمود واحدي د یادې ناحیې له اوسېدونکو وغوښتل چې، د ښاري چاپېریال د پاک ساتلو په برخه کې له کابل ښاروالۍ سره مرسته وکړي. نوموړي زیاته کړه: د کابل ښاروالۍ نارنجي اغوستونکي کارکوونکي د یو شمېر ښاریانو د بې پروایۍ له امله د ښار د پاکوالي په برخه کې ډېر زیار ګالي؛ له دوی سره د ښاریانو مرسته کولای شي دا ستونزه هواره کړي. د نوموړي په وینا د تنظیفي حشرونو ترسره کول د ښار د پاکوالي، ښکلا او د یوه سالم ښاري چاپېریال د رامنځته کولو په برخه کې ګټور ګام دی