الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.80 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال د بیلابیلو ناحیو د اوسېدونکو سره د ستونزو د حل په موخه ولیدل

1 اسد 1404

 15701.jpg (1820 × 1024)

کابل ښاروال مولوي عبدالرشید د څلورمې، پنځمې، اتمې او پنځلسمې ناحیو له اوسېدونکو سره په کتنه کې د دوی چاپېریالي او ښاري ستونزې واورېدې او ډاډ یې ورکړ چې، د ښاریانو معقولو غوښتنو ته به د امکان تر حده رسېدنه وشي. کابل ښاروال وویل: زموږ موخه ښاریانو ته د پاک، هوسا او د ژوند لپاره د مناسب چاپېریال رامنځته کول دي، د کابل ښاروالۍ پراختیایي پروژې د ښار په ټولو برخو کې د متوازنې پراختیا د اصل پر بنسټ ډیزاین او پلي کیږي، خو د یادو پروژو د پلي کولو په برخه کې د ښاریانو رول ډېر مهم او اغیزناک دی. د دې کتنې په پای کې کابل ښاروال د ښاري مدیریت او د ښاري پلانونو د پلي کېدو په برخه کې د غوره کړنو  له امله د یادو ناحیو د استازو له خوا وستایل شو. کابل ښاروال ځان یو ځل بیا د کابل ښاریانو خادم یاد کړ او زیاته یې کړه: د ښاریانو هڅونه موږ ته د ښار د آبادۍ او پراختیا په برخه کې د لا ډېر خدمت کولو انګیزه راکوي