الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.80 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال د تنظیفي خدمتونو د شرکتونو له استازو سره په لیدنه کې په یو شمېر مهمو مسایلو بحث وکړ

1 اسد 1404

 15703.jpg (1820 × 1024)

کابل ښاروال مولوي عبدالرشید د ښار په کچه د بېلابېلو ناحیو د تنظیفي خدمتونو د خصوصي شرکتونو له رئیسانو او استازو سره ولیدل او د کثافاتو د مدیریت په برخه کې یې د هوکړه لیک د مادو په ښه پلي کېدو ټینګار وکړ. کابل ښاروال وویل: د ترلاسه شویو معلوماتو او عیني مشاهداتو پر بنسټ د تنظیفي خدمتونو یو شمېر شرکتونه د هوکړه لیک خلاف کثافات راټولوي او د ښار په نورو برخو کې یې کثافات دانیو ته لېږدوي چې، دا کار د کثافاتو د تیت کېدو او د کابل ښاروالۍ تنظیفي کارکوونکو ته د ګڼو ستونزو د رامنځته کېدو لامل ګرځي. نوموړي څرګنده کړه چې، د تنظیفي خدمتونو شرکتونه مکلف دي څو د داسې سرغړونو له تکرار څخه ډډه وکړي؛ له دې پرته به یې فعالیتونه وځنډول شي. د تنظیفي خدمتونو له خصوصي شرکتونو سره د شوي هوکړې له مخې د کورونو له مخې څخه راټول شوي کثافات باید له ښار څخه د باندې د ګزک سیمې ته ولېږدول شي او دا موضوع باید خپلو ټولو کارکوونکو ته روښانه کړي. د ناستې په پای کې کابل ښاروال د تنظیفي خدمتونو د خصوصي شرکتونو ستونزې واورېدې او اړوند مسئولینو ته یې سپارښتنه وکړه څو یې د حل په برخه کې اړین ګامونه پورته کړي