الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال د ښار په بېلابېلو برخو کې د سړک جوړونې له پروژو څخه څارنه وکړه

4 اسد 1404

 15736.jpg (1820 × 1024)

 کابل ښاروال مولوي عبدالرشید د کابل-لوګر سړک د لومړۍ برخې، له بني حصار څخه تر ستانکزي او بګراميو پورې، د کمري سړک، د کابل-جلال آباد تر سړک پورې د لته بند-بګرامي سړک، له محبس څخه تر سلیم کاروان پورې سړک او له یو شمیر نورو روانو پروژو څخه څارنه وکړه.  کابل ښاروال مسئولینو ته د تخنیکي ستونزو د حل او په یادو پروژو کې د بې کیفیته کار د مخنیوي په اړه اړینې سپارښتنې وکړې. دغه راز کابل ښاروال د دغو څارنو په لړ کې د کار په سرعت او کیفیت ټینګار وکړ او ویې ویل: د پروژو ټول پړاوونه باید د سړک جوړونې د معیارونو مطابق ترسره شي. نوموړي خبرداری ورکړ چې، په هیڅ حالت کې بې کیفیته کار د منلو وړ ندی او که ولیدل شي نو بېرته به ویجاړ شي. کابل ښاروال همدا شان قراردادي شرکتونو ته سپارښتنه وکړه چې، پروژې دې په غوره کیفیت او ټاکلي وخت سره، د تخنیکي سندونو مطابق بشپړې کړي او له ټولو شته امکاناتو څخه دې په اغیزمنه توګه کار واخلي. نوموړي همدا رنګه د پروژو د تخنیکي څارنې پر اړتیا هم ټینګار وکړ او اړوندو مسئولینو ته یې سپارښتنه وکړه چې، ودانیز توکي باید له کارولو دمخه په لابراتوار کې و ازمویل شي.  کابل ښاروال زیاته کړه: هیڅوک حق نلري چې د سړک جوړولو په پروژو کې غفلت یا بې پروايي وکړي. د یادونې وړ ده چې، له پروژو څخه د کابل ښاروال د څارنې اصلي موخه له کیفیت څخه ډاډ تر لاسه کول، د چارو چټکتیا او د کابل ښار د زیربنایي پروژو په پلي کولو کې د هر ډول ځنډ مخنیوی دی