الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال د نانوایانو د فعالیتونو د څرنګوالي په اړه راپور و ارزاوه

7 اسد 1404

 15753.jpg (1820 × 1024)

کابل ښاروال مولوي عبدالرشید د کابل ښاروالۍ د مارکېټونو د تنظیم ریاست له لوري د ښار په کچه د نانوایانو د فعالیتونو د څرنګوالي په اړه چمتو شوی راپور و ارزاوه. نوموړي ټینګار وکړ چې، د اصولو او مقرراتو له مخې دي د نانوایانو فعالیتونه لا منظم شي او د یادې برخې له فعالیت کوونکو یې وغوښتل چې د خپل کار په سیمه کې صحي معیارونه او سپارښتنې په پام کې ونیسي او وچه ډوډۍ په ښه کیفیت او ټاکلي وزن وپلوري. کابل ښاروال زیاته کړه چې، د فعالیت جواز، صنفي جواز او د کارکوونکو لپاره د صحت کارت شتون باید د قانونمند کار لپاره  حتمي او ضروري وګڼل شي