د کابل ښاروالۍ د کار ساتنې او مراقبت ریاست له خوا د ځمکې د سطحي اوبو د مدیریت او د تخنیکي ستونزو د هوارولو په موخه د دولسمې ناحیې اړوند ماموریت څلورلارې ته د غځېدلي سړک په اوږدو کې د یوه نښلوونکي کانال د جوړولو چارې روانې دي. په دې سیمه کې د زیانمنونکو برخو تر پېژندلو وروسته د ۳۸ مترو په اوږدوالي او د ۲.۵ مترو په سور سره یو کانال په معیاري توګه ډیزاین شوی دی. د یادونې وړ ده چې، د ځمکې د سطحي اوبو د مدیریت پروژې چې، د ښار په بېلابېلو سیمو روانې دي د لښتیو او منهولونو جوړول، د سلبونو برش کول، د کالوردونو نصبول او له اصلي او فرعي کانالونو سره د لښتیو نښلول په بر کې نیسي