د ځمکې د سطحي اوبو د مدیریت په موخه د کابل ښاروالۍ د تنظیف ریاست له لوري د نهمې ناحیې اړوند د صنعتي پارکونو په سیمه کې د بندو لښتیو د پاکولو چارې روانې دي. د تنظیف ریاست د کانالونو آمر انجنیر نوید احمد شېرزاد په دې اړه وویل: له بده مرغه د یادو لښتیو د بندېدو لامل د یو شمېر ښاریانو بې پروايي ده او دوی هڅه کوي چې، د اورښتونو په موسم کې سړکونو ته د اوبو راختلو ستونزې د هوارولو په موخه د یادې سیمې لښتي په بنسټیزه توګه پاک کړي. نوموړي ټینګار وکړ چې، د فابریکو فعالیت کوونکي باید د خپلو لښتیو پاک ساتلو ته پام وکړي، ځکه د یو شمېر فعالیت کوونکو د بې غورۍ له امله د کابل ښاروالۍ د تنظیفي کارکوونکو د اوږو بار ډېرېږي او د بېرته پاکولو په برخه کې یې ډېر زیار ګالي