الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د حضرت محمد ص د خضرا ګنبد سمبول د جوړولو چارې بشپړې شوې

7 اسد 1404

 15771.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ له خوا د خصوصي سکټور په مرسته، د اوولسمې ناحیې اړوند د خیرخانې کوتل سړک په اوږدو کې د (۳) میلیونه افغانیو په لګښت د اسلامي او تاریخي سمبول ( خضرا ګنبد)  د جوړولو چارې  بشپړې او د کابل ښاروالۍ د کلتوري او ټولنیزو چارو د مرستیال حاجي محمد نبي عثماني له خوا په داسې حال کې چې، د کابل ښاروالۍ اړوندو ادارو ځینو رئیسانو او د سیمې مشرانو هم حضور درلود ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.  د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو رئیس قاري ولي ګل جواد په دې اړه وویل: دغه ګنبد په دایروي بڼه د (۱۰) مترو په اوږدوالي او سور او د (۱۱) مترو په لوړوالي سره جوړ شوی  چې، شاوخوا یې  پلې لارې جوړې، جدولونه نصب شوي او زرغونه سیمه یې هم جوړه شوې ده. دغه راز نوموړي وویل: د یاد ګنبد دننه د جومات په بڼه جوړ شوی چې، په یاد سړک تلونکي هېوادوال کولای شي خپل لمونځ پکې اداء کړي. د یادونې وړ ده چې، د تاريخي او اسلامي ارزښتونو د ژوندي ساتلو په موخه به د ښار په بېلابېلو سیمو کې د کابل ښاروالۍ له خوا د ښاري ښکلا برنامې طرحه او پلې شي ترڅو د هېوادوالو د خوښۍ لامل وګرځي