د ښاري چاپېریال د پاکۍ په موخه د لومړۍ ناحیې د مسئولانو، ګذر وکیلانو، ځوانانو او ښاریانو په ګډون د یادې ناحیې په اړوند سیمو کې تنظیفي حشر ترسره شو. ګډونوالو د کثافاتو راټولولو سربېره ټینګار وکړ چې، د ښار د پاکۍ په برخه کې باید ټول لاس په کار شو ځکه دا یوازې د کابل ښاروالۍ مسئولیت نه دی او ټول ښاریان په دې برخه کې ملي او اخلاقي مسئولیت لري. د کابل ښاروالۍ د خپرونو او عامه پوهاوي ریاست د عامه پوهاوي آمر محمد یاسین امین او لومړۍ ناحیې د تنظیف مدیر ذبیح الله سهيل هر یوه په خپلو خبرو کې د ښار د پاکۍ په برخه کې د ځوانانو رول مهم وباله او ویې ویل: د خلکو له همکارۍ پرته پاک ښاري چاپېریال ته لاس رسی ناممکن دی. د لومړۍ ناحیې ځوانانو ژمنه وکړه چې، د ښاري پلانونو د پلي کولو او د ښار د پاکۍ په برخه کې به له کابل ښاروالۍ سره همکار و اوسي. دوی د خپلو سیمو پاک ساتل خپله ملي او دیني دنده وبلله