الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

روغتیا او سلامتیا په پاک چاپېریال کې نغښتې ده

شاه محمود "درویش"

15784.jpg (2500 × 1100)

د یوې سترې اړتیا او لومړیتوب له مخې د ژوندانه چاپېریال باید تل پاک او خوندي وساتل شي، تر هغه چې په ټوله کې د بشریت ژوند په هر اړخیزه هوساینه کې پرمخ ولاړشي، ځکه پاکي او صفایي په حقیقت کې د انسانانو روغتیا خوندي کوي او ناولی چاپېریال بیا دهغه دښمن په څېر دی چې، د هر انسان روغتیا اوهوساینه تل له ګواښ سره مخامخ کوي، نو غوره دا ده چې، موږ ټول هېوادوال په ګډه له کور څخه نیولې تر ښاره او بیا په ټولیزه توګه د ګران هېواد په پاکي او صفایي کې له هیڅ راز مرستو څخه درېغ ونه کړي، بلکې ټول له همدې شېبې مټې را ونغاړو او لاس په کار شو ترڅو مو ښار پاک، روغتیا او هوساینه مو هم په اوږد مهاله توګه خوندي شي.

نو د دی له پاره چی موږ تل له ښې روغتیا څخه برخمن واوسو نو دا ډېره اړینه بریښي چی، د خپل د ژوندانه چاپېریال باید تل پاک وساتو تر هغه چی د ژوندانه په پړاویزو شېبو کی مو تل خوښي او هوساینه په برخه شي.

هېره دې نه وي چې روغتیا او سلامتیا په حقیقت کې پاک چاپېریال کې نغښتې ده او ناولی چاپېریال بیا د روغتیا او سلامتیا په وړاندې ستر گواښ دی. د چاپېریال د خوندي ساتنې په موخه، په لومړي گام کې د ټولو خلکو د پوهاوي کچه باید لوړه کړای شي، دغه راز د یادونې وړ ده چې، د ککړ چاپېریال یو عمده لامل په هر ځای کې د ککړتیاوو او کثافاتو اچول دي. په همدې بنسټ دا زموږ د ټولو دنده او مسئولیت دی چې، لومړی د خپل کور د پاکي او صفایي لپاره د یو با احساسه او با مسئولیته ښاري په توگه باید ډیره هڅه وکړو او بیا ټولنې ته پام ور واړوو او هم نور له کومو کسانو سره چې موږ اړیکې لرو باید له دوی سره مرسته وکړو، ترڅو هېوادوال په دې پوه شي چې، څنگه ځان له ککړتیا او کثافاتو لرې وساتي او یایې په ټاکلو وختونو کې مناسبو ځایونوته ولیږدوي او په خوندي توگه یې ځای پرځای کړي ترهغه چې د ښاروالۍ د تنظیف برخې کارکوونکو لخوا له ښار څخه د باندې ټاکلو ځایونو ته ولېږدول شي.

دغه راز اړینه ده چې د ډله ییزو رسنیو لخوا د خلکو د عامه پوهاوي په موخه لازم معلومات او گټورې خپرونې هم  په دوامدار ډول جوړې او خپرې شي، تر هغه چې هر ښاري د ښار د پاکوالي او صفایي په چاروکې خپل مسئولیتونه په ښه توګه اداء کړي. 

همداشان د یادونی وړ او ډیره اړینه خبره بیا دا ده، لکه څنگه چې وایي: ښار د ټولو هېوادوالو گډ کور دی، نو په پاک ساتلو کې یې هم ټول گډ مسئولیت لري.

په دې توګه په ټوله کې ګرانو هېوادوالو ته په کار ده چې، د خپلو کورونو اضافی توکي او کثافات په هغو ځایونو کې چې د ښاروالۍ له خوا ټاکل شوي دي واچوي، ترڅو د ښاروالۍ موظف کارکوونکي وتوانیږي په منظم ډول یې ټاکلو ځایونو ته ولېږدوي. 

لکه څنگه چې مخکې وویل شول، ښار د ټولو ښاریانو گډ کور دی، نو د گډ کور په پاک ساتلو کې که څه هم ټول هېوادوال سره گډ مسئولیت لري، خو که چېرې ښار مو ناولی وي، بې له شکه چې د ناولتیاوو د شتون له امله مو د ژوند چاپېریال ناولی کېږي، نو د ټول ښار فضاء اوبه او هوا هم ککړېږي، نو کله چې د ښار فضاء ناولې او ککړه وي نو په ټولیزه توگه ښاریان همدا ناولې هوا تنفس کوي چې، په ښکاره توگه په ډول ډول ناروغیو د خلکو د اخته کېدو لامل کېږي، په دې توګه دا د ټولو هېوادوالو مسئولیت او دنده ده چې، لومړی له کور څخه نیولی بیا د ټول  ښار په پاکوالي کې له هیڅ راز هلو ځلو ډډه ونکړي او تل خپل د اوسېدو چاپېریال او هم د ټول ښار په پاک ساتلو کې ژمن ویښ او هڅانده و اوسي، تر څو چې د ژوندانه چاپېریال مو  تل پاک او ښار مو هم ښکلی وي. په دی هیله چې په ټولیزه توگه ټول هېوادوال د ملي او هېوادني سپیڅلي احساس له مخې هڅه وکړي چې خپل د اوسېدو چاپېریال تل پاک وساتي او په خوندیتوب کې یې خپله ونډه په بشپړې رښتینولۍ ادا کړي، تر دې چې هېواد مو په هر اړخیز ډول پاک او د ژوندانه چاپېریال مو هم له هره پلوه خوندي پاتې شي.