تحقیق او څېړنه: آـ الکوزی
نفوس یا د یوه هېواد، سیمې، یا نړۍ په کچه د وګړو شمېر د یوې ټولنې د پرمختګ لپاره بنسټیز عنصر دی. خو کله چې دا شمېر په چټکۍ سره زیات شي، نو دا کار نه یوازې اقتصادي، ټولنیزې، بلکې چاپیریالي ستونزې هم رامنځته کوي. د وګړو زیاتوالی د چاپېریال په منابعو او طبيعت باندې مستقیم فشار راوړي، چې د ژوندانه شرایط له ننګونو سره مخ کوي. کابل د افغانستان تر ټول ګڼمېشتی ښار دی چي څه باندې پنځه میلیونه نفوس لري. د معلوماتو له مخې په هر کیلومتر کې یې شاوخوا اته زره کسان ژوند کوي.
د وګړو زیاتوالی څه دی؟
د وګړو زیاتوالی هغه وضعیت دی چې په کې د یو ځای د اوسېدونکو شمېر په لنډ وخت کې په چټکۍ سره لوړ شي. د دې زیاتوالي عوامل:
۱- د زیږونونو لوړوالی
۲- د مړینې ټیټوالی
۳ - مهاجرت
د وګړو زیاتوالی او د چاپېریال پر سرچینو یې اغیزې
۱- د طبیعي سرچینو زیات مصرف
د وګړو په زیاتوالي سره د اوبو، ځمکې، ځنګلونو، معدني موادو او انرژۍ مصرف هم ډېرېږي. دغه سرچینې محدودې دي او د چټک زیاتوالي سره ژر ختمېږي یا ککړېږي. په ځانګړي ډول:
اوبه: پاکې اوبه د ژوند لپاره حیاتي دي، خو د زیات نفوس له امله د څښاک، کرنې او صنعتي کارونو لپاره د اوبو غوښتنه ډېریږي، چې ځینو سیمو کې د اوبو کمښت رامنځته کیږي.
ځمکه: د استوګنې، کرنې، صنعتي فعالیتونو او زیربناوو لپاره ځمکه اړینه ده. د وګړو د زیاتوالي له امله ځنګلونه او زرغونې سیمې له منځه ځي چې د ځمکې کچه د انسانانو لپاره پراخه شي.
۲- ځنګلونه او فصلونه
د وګړو د زیاتوالي له امله ځنګلونه او زرغونې سیمې له منځه ځي، څو کورونه، سړکونه او فابریکې جوړې شي. دا کار د حیواناتو د استوګنې ځایونه له منځه وړي، د حیاتي اکوسیستم توازن ګډوډوي او د ځمکې د خوځښت ګواښ زیاتوي.
۳- د هوا ککړتیا
کله چې نفوس زیات شي، صنعتي فعالیتونه، موټرونه او نور لېږدونکي وسایط او د انرژۍ غوښتنه هم زیاتیږي. دا د هوا د ککړتیا اصلي لاملونه دي چې د انساني روغتیا لپاره ګواښ دی او د اقلیم بدلون لړۍ هم چټکه کوي.
۴- د فاضلابو زیاتوالی
د وګړو له زیاتوالي سره سم د کورنیو، سوداګریزو او صنعتي فضلاتو اندازه هم ډېریږي. که چېرې د کثافاتو د مدیریت سیستمونه پیاوړي نه وي، نو دا فضلات به چاپېریال ککړ کړي، اوبو، خاورې او هوا ته به زیان ورسوي.
د وګړو زیاتوالی او چاپېریالي ستونزې
۱- د اقلیم د بدلون چټکوالی
کله چې نفوس زیات شي، نو د انرژۍ غوښتنه او صنعتي فعالیتونه هم زیاتېږي، چې ګازونه لکه کاربن ډای اکسایډ، میتان او نور په فضاء کې خپریږي.
دا ګازونه د (ګلوبل وارمنګ) د نړۍ د تودوخې لامل کیږي چې د سیلابونو، وچکالیو او نورو ناوړه طبیعي پېښو لامل ګرځي.
۲- د حیواناتو او نباتاتو د تنوع کمېدل
د زرغونو سیمو له منځه تلل، ښاري پراختیا او د صنعتي فعالیتونو له امله د حیواناتو او نباتاتو طبیعي کورونه له منځه ځي چې، د حیواناتو د ډولونو کمښت او د طبیعي تنوع له منځه تللو لامل کېږي.
د وګړو زیاتوالی، پر ټولنیز او اقتصادي چاپېریال یې اغیزې
د وګړو زیاتوالی د ټولنیزو او اقتصادي ستونزو لکه بې کارۍ، د خوراکي توکو د کمښت، د روغتیا او ښوونې خدمتوتو د کموالي لامل کیږي چې په مستقیم ډول د چاپېریال ساتنې توان کموي.
د وګړو زیاتوالی یوه طبیعي پېښه ده چې، د انسانانو د ژوند د ښه والي لپاره یې مثبت اړخونه هم شته، خو که سم مدیریت نه شي نو چاپېریال ته ستر زیانونه رسوي. د وګړو او چاپېریال ترمنځ توازن ساتل د هر هېواد، حکومت او هر وګړي دنده ده. د دوامداره پرمختیا اصولو ته په کتو سره باید د وګړو د زیاتوالي ستونزې حل او چاپېریال وساتل شي تر څو راتلونکو نسلونو ته سالم او د استوګنې وړ چاپېریال پرېږدو نه ککړ.پ