ابویاسر"پښتون"
څه وکړو چې د تودوخې په موسم کې ځان او خپل کوچنیان خوندي وساتو...؟
په توده هوا کې مېندي، پلرونه او ماشومان باید ځانګړي تدابیر ونیسي ترڅو د تودې هوا له ګواښونو خوندي پاتې شي، زدهکړې ته دوام ورکړي او هم له ناروغیو او ستړیا څخه وژغورل شي.
دلته یو لړ مهمې مشورې په لاندې ډول وړاندې کېږي:
۱. د ښوونځي د وخت تنظیم:
که ممکن وي، ښوونځي دې خپل درسي ساعتونه کم یا سهار وختي کړي، تر څو ماشومان د ورځې له تودوخې وړاندې ښوونځي ته لاړ شي او بېرته راشي. ښونیز کورسونه دې لنډ او ګټور شي، ترڅو انرژي لږه مصرف شي.
۲. مناسبه جامه او اړین وسایل:
ماشومان دې سپک، نرم او رنګین لباسونه واغوندي چې د تودوخې مخه ونیسي.
د سر لپاره دې خولۍ یا دستمال وکاروي، ترڅو لمر مستقیم اغیز ونکړي.
۳. د اوبو او مایعاتو څښاک:
ماشومان او لویان دواړه دې زیاتې اوبه، شربت یا نور طبیعي مایعات وڅښي.
ځکه مایعات بدن سوړ ساتي او د خولو مخنیوی کوي.
ماشومانو ته ډیرې یخې اوبه مه ورکوئ، بلکې د خونې د حرارت درجې سره برابرې اوبه ورکړئ!
۴. روحي او رواني آرامتیا:
که هوا ډېره توده وي، ماشوم دې په کور کې درس ووايي، یا دې له مشرانو سره انفرادي زدهکړې وکړي.
په ماشومانو فشار مه راوړئ، ځکه چې تودوخه کې فشار ماشوم کمزوری کوي.
ـلوبي، استراحت او د کورنۍ دندې ترمنځ تعادل وساتئ!
۵. خوراک:
ماشوم ته دې سپک، ساړه او طبیعي خواړه ورکړل شي، لکه مېوې، سابه، مستې، طبیعي شربتونه.
درانه خواړه دې محدود شي، ځکه دا د بدن حرارت زیاتوي.
۶. لمر نه ځان ساتل:
هڅه دې وشي چې ماشومان د غرمې لمر ته ونه ګرځي.
ماشومان وپوهوئ چې د تګ راتګ پر مهال دې سیوري ته ځي او که چترۍ، موټر یا نورې وسیلې وي لا ښه.
۷. روغتیا ته پام کول:
که ماشوم د سر درد، کمزورۍ، یا تودوخې نښې ولري، ژر باید آرام ورکړل شي یا ډاکټر ته یووړل شي.