الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروالۍ د ۵۰۳۸ ښاري کثافات دانیو د نصبولو لړۍ پیل کړه

8 اسد 1404

 15788.jpg (1820 × 1024)

د ښار د پاکوالي او ښاري ښکلا په موخه د ښار په کچه په پلو لارو او د عمومي سړکونو په اوږدو کې د ۳۴ میلیونه او ۶۰۰ زره افغانیو په ارزښت د ځانګړو کثافات دانیو د نصبولو لړۍ له څلورمې ناحیې څخه پیل شوه. د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو سلاکار نعمت الله بارکزي وویل: د یادې طرحې له مخې به د جامدو او وچو توکو ( کاغذ، پلاستیک او بوتلونو) لپاره به د ۵۰ لېټره ظرفیت لرونکې ۵۰۳۸ کثافات دانۍ او ۷ متر مکعب په اندازه ظرفیت لرونکې ۵۰ کثافات دانۍ د ښار په بېلابېلو برخو کې نصب شي. نوموړي زیاته کړه چې، د دوه زره کثافات دانو ځایونه په اوو ناحیو ( دویمه، درېیمه، څلورمه، پنځمه، لسمه، یولسمه او پنځلسمه) کې تثبیت شوي او اوس مهال د ۱۵۰۰ نورو د نصبولو لپاره چمتوالی نیول شوی دی. دا برنامه به تر راتلونکو شپږو میاشتو پورې بشپړه شي. ورته مهال د کابل ښاروالۍ د تنظیف رئیس مولوي سعدالله عثماني له ښاریانو غوښتنه وکړه چې، له دې کثافات دانیو څخه په ګټه اخیستلو په پلو لارو، سړکونو او نورو عامه ځایونو کې کثافات تیت نه کړي د کثافاتو د مدیریت او لېږد په برخه کې له کابل ښاروالۍ سره همکار و اوسي