که په غلطه لار لاړې بېرته راوګرځه!
ابو یاسر پښتون
کابو هر احساساتي عمل او عکسالعمل کې پښېماني شته او دا د انسان د طبیعت یوه مهمه برخه ده، ځکه چې کله موږ احساساتي شو، ممکن په چټکۍ سره تصمیم ونیسو، بې له دې چې ټولې پایلې او اړخونه یې په ښه توګه وسنجوو، اقدام کوو.
احساساتي عمل معمولا بې له عقلاني تحلیل او تجزیې نه ترسره کیږي، کله چې څوک په غوسه یا د وېرې په حالت کې او یا هم ډېر خوشحاله وي، نو عمل یې ښايي سم نه وي او وروسته پښېمانه شي. خو پښېماني څه ده...؟
پښېماني:
پښېماني هغه احساس دی چې، هر انسان په ژوند کې ورسره مخ کېږي. کله چې موږ له خپل عمل یا پرېکړې وروسته وپوهیږو چې، زما کړه وړه یا کوم عمل مې چې ترسره کړ ښه نه ؤ، یا که مې بل څه کړی وای ښایي پایله به یې تر دې غوره وه، نو پښېماني رامنځته کېږي.
خو پوښتنه دا ده چې، آیا پښېماني یوازې یوه منفي او دردوونکې تجربه ده، که هغه زموږ د ژوند لپاره یو مهم درس هم کېدی شي؟
پښېماني؛ دردونکی خو ګټور احساس:
پښېماني ځینې وختونه دردوونکې وي خو همدا درد موږ ته دا وخت راکوي چې، خپلې تېروتنې وپېژنو او اصلاح ته یې هڅه وکړو. کله چی آدم(ع) او بي بي حوا له جنت څخه را ووتل، آدم(ع) په ډېرې پیښمانۍ وویل: زموږ خدایه، موږ په خپل ځان باندې ظلم کړی، که چیرې ته راته بخښنه ونکړې نو موږ به له زیانمنو څخه یو.
له پښېمانۍ څخه عبرت اخیستل؛ د ژوند زرينه خزانه ده
هغه څوک چې پښېماني یوازې د ځان شکنجه ګڼي، د پرمختګ لاره تړلې ساتي، خو هغه څوک چې د خپلې پښېماني تجربه د ژوند یو ښوونځي ګڼي، هره تېروتنه ورته یوه زده کړه ګرځي.
لومړی درس: د تېروتنو مسئولیت ومنئ!
دویم درس: د ځان او خپلو عملونو په هکله ژور فکر وکړئ.
درېیم درس: اصلاح ته ژمن اوسئ او له تېروتنو څخه زده کړه وکړئ.
څلورم درس: صبر او زغم ولرئ، ځکه چې د پرمختګ بهیر وخت غواړي.
د پښېماني ګټې او مثبت اړخونه:
۱- د خپل ځان پېژندنه: پښېماني موږ ته دا فرصت راکوي چې خپل کمزوري ټکي وپېژنو.
۲- دقیقه پرېکړه : هغه څوک چې له تېروتنو څخه زده کړه کوي، په راتلونکي کې غوره او عقلاني پرېکړې کوي.
۳. اخلاقي وده: پښېماني د انسان اخلاقو ته وده ورکوي.
۴. باطنی سکون: په سمه توګه د پښېمانۍ منل او اصلاح کول، انسان ته باطني سکون ورکوي.
د آلفرېډ نوبل پښېماني او د نوبل جایزه:
آلفرېډ نوبل د (ډینامایټ) په جوړولو سره د شهرت او مال خاوند شو. که څه هم نوبل غوښتل چې (ډینامایټ) یوازې په صنعتي پرمختګ کې وکارول شي خو (ډینامایټ) د وسلو او جګړو لپاره هم استعمال شو. په (۱۸۸۸م)کال کې، نوبل یوه ورځ په یوې ورځپاڼه کې د خپل مرګ خبر ولوست چې لیکلي یې ؤ:(د مرګ سوداګر مړ شو)، نوبل د دې خبر په لوستلو ډېر سخت خواشینی شو، ځکه ده نه غوښتل چې له مرګ وروسته په بد نوم یاد شي. په ۱۸۹۵ کال کې، نوبل خپل وصیت ولیکه چې د ده ټوله شتمني دې د انسانیت په چويړ کې وکارول شي. هغه د فزیک، کیمیا، طب، ادبیاتو او سولې په برخو کې جایزې رامنځته کړې چې تر دې دمه د نوبل په نامه یادیږي.
که نوبل نه وای پښېمانه شوی، نن به د نوبل جایزه نه وه.
څنګه له پښېمانۍ ښه ګټه واخلو؟
د خپلې پښېمانۍ احساس ومنئ، خو ځان ملامت مه ګڼئ! تېروتنې د زده کړې فرصت وګڼئ، نه د ځان د شکنجه کولو وسیله! خپلې تېروتنې لـه نورو سـره شریکې کړئ، دا تاسو ته د ملاتړ او لارښوونې زمینه برابروي. د بدلون لپاره کوچني ګامونه واخلئ او دوامدار پرمختګ ته ژمن اوسئ!
نو:
پښېماني یوازې د ژوند یوه منفي څپه نه ده، بلکې د انسان د ودې، پرمختګ او ځان پېژندنې یوه زرينه خزانه ده. کـه مـوږ وتـوانېږو چـې، له خپلو تېروتنو څخه عبرت واخلو او په راتلونکي کې یې د ښه والي لپاره کار وکړو، نو پښېماني به زموږ د ژوند یو ګټور لارښود وي.
که په غلطه لار لاړې بېرته راوګرځه، ژوند یو طرفه سړک نه دی
وايي:
"هغه څوک چې تېروتنې نه کوي، زده کړه نه کوي او هغه څوک چې زده کړه نه کوي، پرمختګ نه کوي"