الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د لومړۍ ناحیې اوسېدونکو هېواد ته د راستنو شویو کډوالو د لاسنیوي په موخه مرسته کړې ده

14 اسد 1404

 15847.jpg (1820 × 1024)

د لومړۍ ناحیې اوسېدونکو له ګاونډیو هېوادونو څخه هېواد ته له را ستنو شویو کډوالو سره د بیړنیو مرستو رسولو په موخه، (۱۵۹۰۰۰) نغدې پیسې او د ( ۱۱۲۰۰۰۰) افغانیو په ارزښت غیر نغدې مرستې چې، ټکران (تکې) او جامې پکې شاملې دي راټولې کړې. د لومړۍ ناحیې کارکوونکي سمیع الله مدني د یادې ناحیې د اوسېدونکو له دې نیک اقدام څخه مننه وکړه او ویې ویل: دا مرستې به د کابل ښاروالۍ د ولسي او ټولنیزو چارو د همغږۍ ریاست ته وسپارل شي څو یې تر ارزونې وروسته د مرستو د ویش ځانګړې کمېټې ته وسپاري. ورته مهال د لومړۍ ناحیې له سوداګرو او کسبه کارانو څخه د ملاتړ ټولنې مرستیال عبدالهادي غزنیوال وویل: په سختو شرایطو کې مرسته کول د افغانستان د خلکو په ځانګړې توګه د کابل ښاریانو یو منل شوی کلتور دی او موږ هر یو باید په دې برخه کې خپل ملي او اخلاقي مسئولیت ادا کړو