الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د کثافاتو بیا کارونه

15857.jpg (2500 × 1100)

ژباړه : آ – الکوزی

کثافات د انسانانو د ورځني ژوند یوه نه بېلېدونکې برخه ده. که دا کثافات پر وخت مدیریت نه شي، نو د چاپېریال، روغتیا او ټولنې لپاره ستر ګواښ ګرځي. د دې ستونزې د حل یوه غوره لاره د کثافاتو بیا کارونه ده چي، فارسی کي ورته (بازیافت زباله) وایی. د کثافاتو بیا کارونه د چاپېریال ساتنې ادارو، د ښاري پراختیايي سازمانونو او نورو بېلابېلو ادارو او موسسو د پام وړ موضوع ده، چې د چاپېریال او ښارونو د پاکوالي په برخه کې فعالیت کوي.

نن ورځ د کثافاتو د بیا کارونې لپاره بېلابېلې لارې شتون لري او په څو ډلونو وېشل کېږي چې د هرې برخې لپاره ځانګړې د بیا کارونې طریقې کارول کېږي.

په چاپېریال کې د روغتیايي اصولو رعایت او دې مسئلې ته پام کول، زموږ په طبیعي اکوسیستم مثبت اغېز لري.

په دې مقاله کې د کثافاتو د بیا کارونې مفهوم، اهمیت، ګټې او د دې پروسې پړاوونه په لنډ ډول څېړل شوې دي:

د کثافاتو ډولونه:

کثافات هغه توکي دي چې، په یوې ټاکلې مودې کې کارول شوي او نور د کارولو وړ نه وي.

په عمومي ډول، ښاري کثافات په دوه ډوله وېشل کېږي: 

۱- لامده کثافات 

۲- وچ کثافات

لامده کثافات هغه دي چې، د وخت په تېرېدو سره د باکتریاوو د کیمیاوي بدلونونو په مرسته بېرته خپل طبیعي حالت ته ستنېږي او په طبیعت کې ځای نیسي. ډېری ښاري کثافات چې موږ یې ګورو، لامده کثافات دي. لامده کثافات فاسد کېدونکي او تجزیه کېدونکي دي. برعکس، وچ کثافات نه تجزیه کېږي او نه هم ژر خوسا کیږي.

وچ کثافات په څو ډولوو وېشل کېږي، لکه د ودانیزو توکو پاتې شوني، صنعتي کثافات او خطرناکه کثافات.

د وچو کثافاتو د بیا کارونې لارې بېلې دي او هره ډله یې د ځانګړې پروسې له لارې بیا کارول کېږي.

د بیا کارونې ګټې:

د کثافاتو بیا کارونه هغه لړۍ ده چې، زاړه یا کارېدلي توکي راټولېږي، تصفیه کېږي او بیا د نویو محصولاتو په توګه تولیدېږي. دا لړۍ نه یوازې طبیعي سرچینې خوندي کوي، بلکې انرژۍ سپما کوي او د کثافاتو د ډېروالي مخه نیسي.

د یادې لړۍ څو مهمې ګټې دا دي.

د چاپېریال ساتنه.

د ځمکې او اوبو د ککړتیا مخه نیسي.

د ځنګلونو او حیواناتو طبیعي استوګنځایونه خوندي کوي.

د انرژۍ سپما

د زړو توکو بیا کارونه ډېره لږ انرژي غواړي نسبت هغو ته چې، له اومو توکو نوي محصولات جوړ شي.

اقتصادي ګټې:

خلکو ته دکار زمینه برابریږي.

خلکو ته د عاید یوه نوې سرچینه برابروي.

ټولنیزې ګټې:

د چاپېریال ساتنې په اړه د خلکو پوهاوی لوړوي.

د ټولنې روغتیا ښه ساتي.

 د کثافاتو د بیا کارونې پړاونه:

لومړی پړاو: راټولول او جلا کول:

د کور، دفتر او صنعتي کثافاتو جلا کول (لکه پلاستیک، کاغذ، اوسپنه، ښیښه او نور).

دویم پړاو: پاکول او تصفیه کول:

راټول شوي توکي پاکېږي او له هغو توکو بېلېږي چې، د بیا کارونې وړ نه وي.

درېیم پړاو: پروسس او بدلون

راټول شوي توکي ماتېږي، ټوټې کېږي او د نوي تولید لپاره چمتو کېږي.

څلورم پړاو: د نویو محصولاتو جوړول:

له پروسس شویو موادو نوي شیان لکه بوتلونه، کاغذونه، اوسپنیز او نور توکي تولیدېږي.

پنځم پړاو: بازار ته د تولیداتو وړاندې کول:

نوي تولید شوي توکي خلکو ته رسېږي ترڅو بیا وکارول شي.

د بیا کارونې توکي

کاغذ: زړې کتابچې، ورځپاڼې او د مقوا بکسونه په نوي کاغذ او بکسونو بدلېږي.

پلاستیک: کارېدلي بوتلونه او کڅوړې په نوي پلاستیکي توکو بدلېږي.

اوسپنې: زاړه اوسپنیز وسایل او کانټینرونه بیا ویلې کېږي او نوي فلزات ترې جوړېږي.

ښیښه: ماتې شوې ښیښې بیا ویلې کېږي او په نویو ښیښو بدلېږي.

په هغو هېوادونو کې چې د کثافاتو مدیریت کمزوری وي، د بیا کارونې لړۍ کولی شي د ښارونو پاکوالي، د خلکو روغتیا او د اقتصادي پرمختګ لپاره مهم رول ولوبوي.

دا نه یوازې د چاپېریال ککړتیا کموي، بلکې د بې‌روزګارۍ د کمېدو لامل هم کېږي.

د کثافاتو بیا کارونه یوه داسې تګلاره ده چې، د اوسني او راتلونکي نسل د ښه ژوند لپاره اړتیا ده.

که ټول خلک د دې اهمیت ته پام وکړي او په ورځني ژوند کې یې عملي کړي، نو زموږ چاپېریال به پاک، اقتصاد به مو پیاوړی او ټولنه به مو سالمه پاتې شي.