مسئولیت
چمتوکوونکی: ناصري
مخکې له دې چې د ملي او اسلامي ارزښتونو او ملي ګټو پر وړاندې د ځوانانو په رول او مسئولیتونو څه ولیکل شي، اړینه ده چې د ملي ګټو په تعریف او ماهیت په لنډ ډول رڼا واچول شي:
ملي ګټې څه شی دي؟
دلته له ملي ګټو څخه موخه هغه عامه او د ټول هېواد په کچه سراسري ګټې دي چې، د یوه هېواد د ټولو وګړو هغه شریک ارزښتونه او ګډې اړتیاوې او موخې جوړوي چې، د ټولنیز، اقتصادي، سیاسي، او کلتوري پرمختګ لپاره اړینې او د یوه هېواد خپلواکي، ثبات، پرمختګ، او ټولنیز یووالی تضمینوي. د بیلګې په توګه، د هېواد خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا، د هېواد د خاورې ساتنه او د ملي حاکمیت درناوی، د اقتصادي پرمختګ په موخه د هېواد د طبیعی سرچینو او کلتوري هویت د ساتنې لپاره د ژبې، دین، ملي ویاړونو، منل شویو دودونو، د ملي او اسلامي ارزښتونو پالنه او همدا راز د ملی امنیت د ساتلو او تضمین لپاره له کورنیو او بهرنیو ګواښونو څخه د خلکو د سر او مال خوندي ساتل او داسې نور د ملي ګټو غوره بېلګې دی.
یادې شوې بېلګې تر استثناء پرته د ټولو هغو افرادو او ټولنیزو پرګنو په ګټه دي، کوم چې په یوه هېواد کې ژوند او مبارزه کوي.
ځوانان او ملي ګټې:
ځوانان چې د هرې ټولنې د انرژۍ، نوښت او بدلون مهم ځواک ګڼل کېږي، د ملي ګټو د ساتنې او پیاوړتیا په برخه کې هم ځانګړی رول او مسئولیت لري. هغوی د نوښتګر ذهنیت، انرژۍ او زړورتیا په مټ د خپلو ملتونو راتلونکی ټاکي او د خپلې علمي پوهې، فکري وړتیا او ملي احساس له لارې د هېواد په بېلابېلو برخو کې بنسټیز بدلونونه راوستلی شي.
ځوانان هغه وخت خپلې ملي ګټې ساتلای شي چې، هغه وپېژني او په اهمیت یې پوه شي. ددې چارې له پاره باید ځوانان په عصري پوهه سمبال او د دنیا له وضعیت څخه خبر وي، په دې صورت کې دوی پراخ فکر کولای او د ملي ګټو په مفهوم او اهمیت پوهېدلای شي.
ښوونه او روزنه د هرې ټولنې لومړنی او اساسي بنسټ دی، ځوانان باید د علم په ترلاسه کولو کې جدي واوسي، ځکه چې پرمختللی علم د ملي پرمختګ او ټولنیزې هوساینې اساسي وسیله ده.
د دیني علم او عصري پوهې لرونکي ځوانان کولای شي په اقتصاد، ساینس، سیاست او ټولنیزو چارو کې مثبت بدلونونه راولي.
بې علمه او د دنیا له حال او ټولنیز وضعیت څخه ناخبره ځوانان خپلې ملی ګټې سمې نه پېژني او د هغو د ساتنې په وړاندې خپل مسئولیتونه نه شي درک کولای.
د یوه ملت د ملي ګټو د خوندي ساتلو لپاره د ملي یووالي ساتنه اړینه ده. ملي ګټې د سترې او غښتلې ملي اجماع په واسطه ساتل کېدای شي، ځوانان باید د هر ډول قومي او مذهبي توپیرونو پر ځای د ملت یووالي او مرستې ته لومړیتوب ورکړي.
د نفرت خپرونکو نظریاتو پر وړاندې مبارزه د ټولو ځوانانو یوه مهمه دنده ده.
ځوانان د هېواد په اقتصادي پرمختګ کې رغنده برخه اخیستلای شي، ځوانان کولی شي د خپل کار، نوښت او هڅو له لارې د هېواد په اقتصادي پرمختګ کې هغه وخت ونډه واخلي چې، په دیني او مسلکي پوهه سمبال وي.
د ځوانانو تر منځ باید د کارپالنې فرهنګ ته وده ورکړل شي، د اسلامي او عصري علومو په اوسنیو معیارونو بلد شي، تر څو د هېواد طبیعي سرچینې د هېواد د ښېرازۍ لپاره وکارولای شي.
په دې ټول پوهیږو چې، د ژوند د طبیعي چاپېریال ساتنه د ملي ګټو یوه مهمه برخه ده، په همدې موخه ځوانان باید د خپلو طبیعی سرچینو، لکه اوبو، ځنګلونو او هوا په ماهیت او اهمیت پوه شي، د ساتنې لپاره یې هڅې وکړي او د چاپېریال د ستونزو د حل علمی او تخنیکي لارې چارې ومومي.
په اوسنیو شرایطو کې د ملي او اسلامي ارزښتونو ساتنه د ځوانانو په غاړه پرته ده، ځکه ځوانان د خپلې ژبې، کلتور او دیني ارزښتونو په ساتنه کې مهم رول لري.
هغوی باید د بهرنیو منفي اغېزو پر وړاندې خپل ملي هویت خوندي کړي او په کلتوري وده کې برخه واخلي.
دا هغه وخت کېدای شي چې، ځوان نسل په ژبنیو، انساني او ټولنیزو علومو کې مهارت ولري، نا لوستي او له خپل تاریخ او فرهنګ څخه ناخبره کسان د دښمنانو د منطق په وړاندې بې خولې او بې ژبې وي، د خپلو ملي او اسلامي ارزښتونو او ملي ګټو د دفاع توان نه لري او په پایله کې د تعقل پر ځای د خپلو احساساتو ښکار ګرځي.
په هېواد کې سوله او امنیت د ځوانانو په مټ ساتل کیږي او باید په ټولنه کې سوله ییز ژوند او امنیت ته ژمن وروزل شي.
ځوان نسل د خپلو هېوادونو د سولهییز چاپېریال په ساتلو کې مهم رول لري.
هغوی باید د هر ډول تشدد او افراطیت پر وړاندې ودریږي او د سولې او پرمختګ لپاره هڅې وکړي.
دا کار هغه وخت شونی دی چې، دوی په تخصصي مهارت، اسلامي او عصري علومو سمبال شي، خپل قهر او احساسات یو د بل په وړاندې کنترول کړای شي، د شخړو پر وخت کې په کورنۍاو بهرنۍ کچه سوله ییزه حل لاره پیدا او هغه عملي کړای شي.
دغه راز اړتیا ده چې،ځوان نسل باید د ملي شعور په پراختیا کې کار وکړي، ملي شعور د ملي هویت، ملي او اسلامي ارزښتونو، ملي ګټو او موخو په اړه د یوه ملت د وګړو ګډ احساس، پوهه او درک دی، چې په ځوانانو کې باید وروزل شي.
ملي شعور ځوانانو ته د هېواد خپلواکۍ، کلتوري میراث، ژبې او ملي یووالي ساتنې ته ژمنتیا او د ملي ګټو د پرمختګ لپاره هڅې کولو ته الهام ورکوي.
دا په دې معنا چې ځوانان باید د ملي ګټو په ارزښت پوه شي، د هېواد د تاریخي اتلانو قربانۍ په یاد وساتي او د خپلو ملي مسایلو په حل کې فعاله ونډه واخلي.
ځوانان د هرې ټولنې د پرمختګ او بدلون ځواک دي او د ملي ګټو په وړاندې د هغوی مسئولیت یوازې شعار نه، بلکې یو عملي ګام دی چې باید اوچت یې کړي او د خپل هېواد ملي او اسلامي ارزښتونه او ملي ګټې خوندي وساتي.