الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال د شلمې ناحیې د ګذر وکیلانو او مشرانو سره وکتل

15 اسد 1404

 15859.jpg (1820 × 1024)

کابل ښاروال مولوي عبدالرشید د چاپېریالي او ښاري ستونزو د هوارولو په موخه د شلمې ناحیې له وکیلانو او مشرانو سره وکتل او په یو شمېر موضوعاتو یې بحث وکړ. په دې ناسته کې کابل ښاروال د اساسي سړکونو، لښتیو او کانالونو د جوړولو په برخه کې د سیمې د اوسېدونکو وړاندیزونه او نظرونه واورېدل او د ناحیو په کچه یې د کابل ښاروالۍ د راتلونکو پلانونو په اړه معلومات ورکړل. نوموړي د شلمې ناحیې د اوسېدونکو د ستونزو د هوارولو په اړه ډاډ څرګند کړ او ویې ویل چې، په دې برخه کې به اړین ګامونه پورته شي. کابل ښاروال زیاته کړه چې، د شلمې ناحیې په کچه بېلابېلې پروژې په ځانګړې توګه د نښلوونکو سړکونو د جوړولو په برخه کې د کابل ښاروالۍ د پلانونو برخه دي، ځکه د یادې ناحیې په کچه پخوا لازم خدمتونه نه دي وړاندې شوي. په دې کتنه کې د شلمې ناحیې اوسېدونکو او مشرانو له کابل ښاروالۍ سره د هر راز همکارۍ ژمنه وکړه او ویې ویل چې، د ښاري پلانونو د پلي کولو او د چاپېریالي ستونزو د حل په برخه کې به فعاله ونډه واخلي