د ښار او چاپېریال د پاک ساتلو په موخه د کابل ښاروالۍ د مسئولانو، ګذر وکیلانو، ځوانانو او د سیمې د اوسېدونکو په ګډون د شپاړلسمې ناحیې په اړوند سیمو کې تنظیفي حشر ترسره شو. د شپاړلسمې ناحیې رئیس مولوي محمد عارف کمالي د کثافاتو راټولولو پرمهال ټینګار وکړ چې، د ښار پاک ساتل یوازې د کابل ښاروالۍ دنده نه ده، بلکې په دې برخه کې ټول ښاریان ملي مسئولیت لري. ورته مهال د کابل ښاروالۍ د خپرونو او عامه پوهاوي ریاست د عامه پوهاوي مدیر محمود واحدي د ښار د پاکۍ په برخه کې د ځوانانو رول مهم وباله او ویې ویل چې، د خلکو له همکارۍ پرته پاک ښار ته لاس رسی سخت دی. همدا راز د شپاړلسمې ناحیې اوسېدونکو ژمنه وکړه چې، له کابل ښاروالۍ سره به د ښاري پلانونو د پلي کېدو او د ښار د پاک ساتلو په برخه کې همکار و اوسي