الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د جوی شیر د کتاب پلورنځیو لپاره بدیله سیمه ځانګړې شوه

16 اسد 1404

 15882.jpg (1820 × 1024)

د جوی شیر کتاب پلورنځي پامیرسینما ته څیرمه ( د کابل مرکزي کتاب پلورونکي) په نامه نوي مارکېټ ته ولېږدول شول. د یاد مارکیټ د پرانیستې په مراسمو کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت نشراتي مرستیال مولوي مهاجر فراهي او د کابل ښاروالۍ یو شمېر رئیساتو هم ګډون کړی ؤ. په دې غونډه کې د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو رئیس قاري ولي ګل جواد خبرې وکړې او ویې ویل: دغه کار د کتاب اهمیت ته د درناوي  او د کتاب پلورونکو د کاري خوندیتوب په موخه ترسره شو. د نوموړي په وینا؛ اوس مهال په یادمارکېټ کې (۵۵) هټۍ د کتاب پلورونکو د خوندیتوب او منظم فعالیت لپاره چمتو شوې دي. ورته مهال په یاده سیمه کې د کتاب نندارتون هم ترسره شو. ښاغلي جواد  له دې نندارتون څخه موخه، د مطالعې د کلتور دودول وبلل او زیاته یې کړه: کابل ښاروالۍ د مطالعې کلتور له بډایه کولو څخه ملاتړ کوي او پلان لري څو د ښار په نورو سیمو کې هم ورته نور نندارتونونه په لاره واچوي، ځکه ګڼ شمېر ځوانان لېواله دي څو خپل وخت له کتاب سره تېر کړي. نوموړي دې ټکي ته هم اشاره وکړه چې، دا ډول برنامې د ښاري کلتور په دودولو او د ځوان نسل د پوهې په لوړولو کې مهم رول لوبوي. دغه نندارتون به چې، په هغه کې عقیدتي، فقهي، تاریخي، اقتصادي، ټولنیز، ادبي او طبي کتابونه نندارې ته وړاندې شوي درې ورځې دوام وکړي  او ښاریان کولای شي  خپل د خوښې وړ کتابونه په مناسب قیمت ترلاسه کړي