الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د نود یک فامیلیو په سیمه کې د ښاري بیا پراختیا پروژې چارې ۸۰ سلنه مخته تللې دي

16 اسد 1404

 15886.jpg (1820 × 1024)

د اوولسمې ناحیې اړوند نود یک فامیلیو په سیمه کې د ښاري بیا پراختیا د لومړنۍ پروژې چارې چې، تېر کال د کابل ښاروالۍ له لخوا پیل شوې وې؛ تر اوسه ۸۰ سلنه مخته تللې دي. دغه پروژه په (۱۴۸۵) متر مربع ځمکه کې د یوې تهکوۍ په ګډون په لسو پوړونو کې ډیزاین شوې ده چې، یو پوړ یې سوداګریز او پاتې نور یې استوګنیز دي. همدا راز په دې بلاکونو کې د یو شمېر هټیو او لویو پلورنځیو په ګډون ۱۰۸ استوګنیز آپارتمانونه طرحه شوې دي. په همدې توګه په دې پروژه کې د زرغونو سیمو، پلیو لارو، پارکینګونو او نوورو بنسټیزو اړتیاوو جوړول هم شامل دي چې، د جوړولو چارې یې تر فني او تخنیکي څارنو لاندې روانې دي. د کابل ښاروالۍ د ځمکو د بیا تنظیم  پراختیا ریاست ژمنتیا لري چې، د پروژو د پلي کولو او په پلاني د غیر پلاني سیمو بدلولو په برخه کې د ځمکې د استملاک پر ځای له پرمختللو او نویو کړنلارو( د ځمکې بیا  تنظیم او پراختیا) څخه د کابل ښار د تلپاتې ودې او پراختیا لپاره کار واخلي. یاده کړنلاره د کابل ښار د متوازنې پراختیا او تلپاتې ودې په برخه کې مناسب انتخاب ګڼل کېږي.