الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

xد دیارلسمې ناحیې اړوند سیمو کې له کابل سیند څخه سطحي کثافات راټول شول

 15889.jpg (1820 × 1024)

د چاپېریال د وضعیت د ښه والي او د ښار د پاکولو په موخه، د کابل ښاروالۍ د مسئولینو او د خصوصي تنظیفي شرکتونو په ګډون د دیارلسمې ناحیې اړوند سیمو کې  تنظیفي حشر ترسره شو چې په پایله کې یې له کابل سیند څخه یوه اندازه سطحي کثافات  راټول او په منظمه توګه له ښار څخه د باندې ولېږدول شول. د دیارلسمې ناحیې رئیس مولوي عبدالصمد عابد د خصوصي تنظیفي شرکتونو له مرستې مننه وکړه او ویې ویل چې، په دې کار سره به په تنظیفي چارو کې وروسته پاتې والی جبران شي. نوموړي له ښاریانو غوښتنه وکړه چې،  په کابل سیند کې دې د کثافاتو له اچولو څخه په کلکه ډډه وکړي او د خپلو کورونو تولیدي کثافات ځانګړو ځایونو ته ولېږدوي ترڅو د کابل ښاروالۍ تنطیفي کارکوونکي وکولای شي هغه په وخت ولېږدوي. د دې حشر په ترڅ کې له کمپنۍ پله څخه د نقاش تر حمام او قلعه ناظر سیمې پورې کابل سیند له کثافاتو پاک شو