الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د دریو مهمو ښاري پروژو کاري پرمختګ و ارزول شو

25 اسد 1404

 15957.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو او چاپېریال ساتنې مرستیال مولوي محمد خالد سجستاني د بره کي په څلورلارې کې تر ځمکې لاندې سړک، د خیرخانې کوتل او قرغې سړک ترمنځ د نوي نښلوونکي سړک او له پروان سه څخه تر بادام باغ پورې د سړک جوړولو چارې له نږدې و ارزولې او د پروژو د کیفیت د تضمین په برخه کې مسئولینو ته اړینې سپارښتنې وکړې. د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو مرستیال د پروژو لپاره د تجهیزاتو په برابرولو او د شته خنډونو په له منځه وړلو ټینګار وکړ او ویې ویل: د پروژو په کار کې هېڅ راز سرغړونه او ځنډ د منلو وړ نه دی او هڅه دې وشي څو د پروژو چارې د امکان تر بریده په کمه موده کې بشپړې شي.  ښاغلي سجستاني څرګنده کړه چې، د پروژو له بېلابېلو پړاونو څخه دې تخنیکي او فني څارنې ترسره شي ځکه بې کیفیته کار د کابل ښاروالۍ مشرتابه او کابل ښاریانو ته د منلو وړ نه دی. دغه راز نوموړي زیاته کړه چې، د پروژو ودانیز توکي دې تر کارولو مخکې په لابراتوار کې و ازمویل شي او د پروژو په ترسره کولو کې دې له ناغیړۍ او غفلت څخه په کلکه ډډه وشي