الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

کابل د رڼا او ویاړ په هنداره کې؛ د ا.ا.ا د بریا څلورمه کلیزه – د زمري ۲۴مه

 15968.jpg (1820 × 1024)

د زمري یا اسد د ۲۴مې د را رسېدو په مناسبت، چې د کابل د فتحې او  بریا له څلورمې کلیزې سره برابره ده؛  کابل ښاروالۍ د ښاري ښکلا پراخې برنامې پلې کړې دي چې ښار ته یې ځانګړې ښکلا ور بښلې ده. د ښار مهم سړکونه او نوموتې سیمې د بیرغونو، رنګارنګ څراغونو، لوحو او د بریا د پیغامونو په نصبولو سینګار شوې دي او په کابل کې د احساس، ویاړ او شور ځانګړې فضا رامنځته شوې ده. د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او کلتوري چارو مرستیال حاجي محمد نبي عثماني دا ورځ یوه ملي او ولسي حماسه وبلله او ټینګار یې وکړ چې، د داسې مناسبتونو درناوی د افغانستان د مجاهد ملت د قربانیو او سرښندنو قدر کول دي. نوموړي ډاډ ورکړ چې، د پرمختیايي پروژو د پلي کولو تر څنګ، د ښاري ښکلا پروګرامونه هم پراخیږي، څو د ښار د اوسېدونکو هوساینه او ارامي نوره هم تأمین شي. د کلتوري او ټولنیزو چار مرستیال له ټولو ښاریانو وغوښتل چې، د کابل ښار د آبادۍ او پرمختګ په برخه کې له کابل ښاروالۍ سره همکار و اوسي. د هغه په وینا، د دې تاریخي ورځې درناوی د هغو اتلولیو او سرښندنو ستاینه ده چې، د شهیدانو په وینو لاسته راغلې او له امله یې هېواد ته ازادي، امنیت، پرمختګ او د پانګونې نوي فرصتونه برابر شوي او ملي او اسلامي ارزښتونه بېرته را ژوندي شوي دي. همداراز، د دې ورځې په مناسبت، د کابل ښاروالۍ له لوري فرهنګي غونډې، ورزشي سیالۍ او بېلابېلې نورې برنامې هم ترسره کېږي. اوس مهال د ښار په بېلابېلو سیمو کې د ښکلا د زرګونو څراغونو په نصب کېدو سره د کابل شپو نوی رنګ او ښکلا ترلاسه کړې ده